له رومانیا د روسیې د سفارت ۴۰ ډیپلوماتان او کارکوونکي وتلي
دا اقدام داسې وخت وشو، چې د رومانیا حکومت د جون میاشتې پر اتمه امر کړی و، چې مسکو دې په رومانیا کې خپل حضور کم کړي.
د رومانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په بخارست کې دې د مسکو استازولي په مسکو کې د بخارست له استازولۍ سره په انډول کې برابر وي.
د دې امر له مخې مسکو اړ شو چې خپل ۵۱ بستونه کم کړي، خو ځینې بستونه له مخکې خالي وو، په دې معنی چې باید د یوولسو ډیپلوماتانو په ګډون ۴۰ کسان له بخارست وتلای.
له کله چې مسکو د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین پراخ یرغل پیل کړی، د اروپايي ټولنې او ناټو ګڼو غړو هېوادونو د روسیې بهرني ماموریتونه محدود کړي دي.
