Добавить новость
123ru.net
World News
Май
2023

کابل کې ځينې مېرمنې: طالبان له ښځو او نارینه‌وو د رشتو اسناد او شواهد غواړي

0
په کابل کې ځینې کوژدن او واده شوې ادعا کوي چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اړوند کسانو له‌خوا په ښار دننه او تمځایونو کې پوښتنه ترې کېږي چې څه اړیکه سره لري او باید د خپلې رشتې په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي.


د نورو ګڼو محدودیتونو سره سره چې د طالبانو له‌خوا پر افغان ښځو لګول شوي، یو شمېر دوی ادعا کوي چې ان نه‌شي کولای په ښار او بازار کې له خپل مېړه او نامزاد سره یو ځای وګرځي.


يوه دېرش کلنه مېرمن چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته یې وویل، دا او مېړه یې په داسې حال کې چې لور یې هم د مېړه په غېږ کې وه، د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کسانو له‌خوا درول شوي او په نامشروع اړیکو تورن شوي دي.


دا مېرمن وايي: "زما ماشومه زما د مېړه په غېږ کې وه. موږ ښار ته روان وو. غوښتل مو چې د خپلې کوچنۍ ماشومې لپاره غوږوالۍ واخلو. کوم یو زما مېړه کونج ته کړ، زما د خسر نوم یې له ما وپوښتو او زما د پلار نوم یې له هغه وپوښت. موږ ته یې وویل کېنئ موټر کې. په ډېره لنډه لار کې ما سره سترګې په سترګې وو. ما ورته وویل، اسلام همدا دی چې ما خپلو عسکرو ته بیایې، لاس یې پورته کړ چې وار راباندې وکړي، مېړه مې پرېنښود بس تر یوې اوونۍ پورۍ مې ژړل، ماته دا پېښه د یوه وېرونکي خوب غوندې وه."


دا مېرمن ادعا کوي چې د دې نور دوستان او خپلوان هم له ورته چلند سره مخ شوي.


د کابل یوه بله اوسېدونکې چې دا هم نه‌غواړي د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، کله چې له خپل مېړه سره په ښاري موټر کې له یو ځای بل ځای ته تلله په داسې حال کې چې موټر کې نور کسان هم وو نو مېړه یې له موټر ورښکته کړی او پوښتنې ترې کړي.


يادې مېرمن ازادي راډيو ته وویل: "کله یې چې زما له مېړه وپوښتل چې دا تور سرې تا سره څه کوي، زما مېړه وویل چې دا زما مېرمن ده، زه هم بلې خوا ته راغلم، نورو ښځو زه تالاشي کړم، زما له مېړه یې زما نوم او زما د پلار د نوم پوښتنه وکړه، له ما یې هم د هغه او د هغه د پلار نوم وپوښته، اصلاً یې چلند ښه نه و. کله چې کور ته راغلم ډېره ناهیلې وم، دا چې خپل هېواد کې یم او خپل له محرم سره وم، خو دومره پوښتنې راڅخه وشوې."






یوه بله کابل مېشتې مېرمن چې دا بیا د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي چې هم یې نوم او هم غږ په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل چې ورور او د ورور مېرمن یې غوښتل رسټورانټ ته د ډوډۍ خوړلو لپاره ولاړ شي، خو په خبره یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کسانو له‌خوا درول شوي او د اړیکې په اړه یې پوښتنې ترې شوي.


خو د طالبانو حکومت د امر بالعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر ازادي راډيو ته وویل، د دې ادارې کارکوونکې یوازې هغه کسان دروي او پوښتنې ترې کوي د چا په اړه چې ورته راپورونه ورکړل شوي وي.


نوموړی وايي: "هېڅ حقیقت نه‌لري، خو کله ناکله یو نیم راپور دقیق وي، په ځینو ځایونو کې یې د خپلې مېرمنې په نوم پېژني، خو واقعیت نه وي، نامشروع اړیکه لري. د نورو څه پوښتنه نه کېږي، یوازې د همدې په اړه پوښتنه ترې کېږي."


دا ټولې ادعاوې په داسې حال کې دي چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلي واکمنېدو وروسته پر ښځو له محرم پرته د لرې واټن سفر بندیز ولګاوه او په ځینو ځایونو کې یې دا هم ویلي چې له اړتیا پرته دې ښځې له کوره نه وځي.


د طالبانو حکومت نجونې منځنیو ښوونځيو او پوهنتونونو او ښځې په ډېری دولتي او ټولو نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کار کولو هم راګرځولي او پارکونو، ورزشي کلبونو، ښاري ښځینه حمامونو او ان په ځينو ولایتونو کې یې رسټوراڼټونو ته په تګ هم بندیز لګولی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net