ازبکستان د فوټبال په یوه لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه
فوټبال فدراسیون وايي چې دغه سیالي نن یکشنبه په تاجکستان هېواد کې ترسره شوه او افغان لوبډله په روانو سیالیو کې د دویم ځل لپاره مات شول.
یاد فدراسیون زیاتوي چې د دې سیالیو په ترڅ کې افغان لوبډلې خپله لومړۍ سیالي له ترکمنستان هېواد وګټله، دویمه یې له تاجکستان سره مساوي کړه او درېیمه او څلورمه یې ایران او ازبکستان ته وبایللې.
د ویلو ده چې په دې سیالۍ کې د افغان لوبډلې سفر هم بشپړ شو.
