Добавить новость
123ru.net
World News
Май
2023

کابل کې اعتراضيه غونډه؛ د ښځينه زندانيانو پر وضعيت يې اندېښنه وښوده

0
د 'شنبه های ارغواني' په نوم د ښځو یوه غورځنګ په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو په ځانګړې توګه د ښځینه بندیانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې.


د دغه غورځنګ مشرې مریم معروف اروېن د سې‌شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو په ځانګړې توګه د ښځینه بندیانو د وضعیت په اړه اندېښمنې دي.


نوموړې وويل:" نن مو چې په کابل کې اعتراض درلود، د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د ناوړه وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره مو د افغانستان له اتباعو او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې پر طالبانو لا زیات فشار راوړي، څو هغوی اجازه ورکړي چې ملي او نړیوال بنسټونه وشي کولای پر طالبانو خپل څار زیات کړي."


نوموړې ادعا وکړه، طالبان چې هر کله وغواړي په بېلابېلو پلمو او له کومې محکمې او قضايي پروسې پرته افغانان بندي کوي، شکنجه کوي، وهي ټکوي او حتی وژني یې.


دغه غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د بشري حقونو پر سازمانونو، نړیوالې ټولنې او د افغانستان پر خلکو غږ وکړ چې پر طالبانو دوامداره او منظم فشارونه واچوي.


د افغان اتباعو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو او ازادۍ ته درناوی، د ملي او نړیوالو بنسټونو له‌خوا د طالبانو له زندانونو څارنه، د رسول پارسي، مطیع‌الله ویسا، عالیه عزیزي او د بشري حقونو د نورو مدافعانو سمدستي خوشې کول او د بیان ازادي هغه مهمې غوښتنې وې چې ياد غورځنګ د سه‌شنبې په ورځ د خپلې خپرې کړې اعلامیې له لارې اعلان کړې.


دا په داسې حال کې ده چې د هرات د ښځو د زندان پخوانۍ رئیسه عالیه عزیزي، د هرات پوهنتون استاد رسول پارسي او د قلم لارې ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا د طالبانو له‌خوا نیول شوي او برخلیک یې لا هم معلوم نه‌دی.


د مطیع‌الله ویسا یوه خپلوان چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، د ښاغلي ویسا د وضعیت په اړه سخت اندېښمن دی.


نوموړی وايي، د ويسا د روغتيايي وضعيت په اړه معلومات نه‌لري چې چېرته دى.




له بلې خوا د قلم لارې ټولنې غړې مرضیه حافظي ازادي راډیو ته وویل، د ویسا کورنۍ او همکاران یې د هغه په اړه سخت اندېښمن دي.


اغلې حافظي وايي: "له بده مرغه د مطیع‌الله له نیول کېدو دوه میاشتې تېرې شوې او په دې موده کې د مطیع‌الله کورنۍ او همکارانو له هغه سره هېڅ ډول اړیکه نه‌ده نیولې، نه یې له نږدې لیدلی او نه هم طالبانو موږ ته د هغه د وضعیت په اړه معلومات راکړي چې د کوم جرم لپاره یې نیولی دی؟ او حتی د هغه د اوسني وضعیت په اړه یې هم له موږ سره معلومات نه‌دي شریک کړي."


د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د رسول پارسي او عالیه عزیزي د کورنیو او خپلوانو نظر هم واخلي، خو بریالی نه شو.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ازادي راډیو هغه پوښتنو ته چې د دغه غورځنګ له‌خوا یې ادعا شوې وه د راپور تر خپرېدو ځواب ونه وایه، خو طالب چارواکو تل د خپلو وګړو له‌خوا د بشري حقونو سرغړونې رد کړي دي.




د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته د طالبانو له‌خوا د پخوانیو پوځيانو، مدني فعالانو او خبریالانو د نیولو، زنداني کولو او شکنجه کولو په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.


د طالبانو له‌خوا د دغو راپورونو له ردولو سره سره د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو تل له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مخه ونیسي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net