Добавить новость
123ru.net
World News
Май
2023

د نرسانو نړيواله ورځ؛ په افغانستان کې ځینې نرسانې له کمو امتیازاتو شکایت کوي

0
په افغانستان کې یو شمېر نرسانې له کمو امتیازاتو او د ظرفیتونو د لوړولو لپاره د پروګرامونو له نشتوالي شکایت کوي.


په افغانستان کې یو شمېر نرسان او نرسانې وايي، د نرسانو امتیاز (معاش) ډېر کم دی او په ورته وخت کې د دوی د وړتیاو لوړولو لپاره هېڅ ډول پروګرام نه شته.


د افغانستان له یو ولایت څخه یوه نرسه چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "د یوې نرسې او قابلې په توګه زما معاش ډېر کم دی، خو زړه مې افغان مېرمنو او میندو ته سوځي. دنده تر سره کوم ځکه امکانات نه شته، خو نرسانې او ډاکټرانې په ځانګړې ډول قابله ګانې مناسب معاش نه لري. دوی دوه شېفته کار کوي، خو معاش یې له اووه، اته زره افغانیو ډېر نه دی."


په ورته وخت کې د کابل د کیور روغتون نرس نقیب الله فرحان وایي، په افغانستان کې د نرسانو د ظرفیت لوړولو لپاره هیڅ ډول پروګرام نه شته.


فرحان وایي: "د یوه نرس په توګه، ما په خپل مسلک یا دنده کې د وړتیاو لوړولو هېڅ کوم پروګرام نه دی لیدلی، یا داسې کوم څه چې موږ یې هرکلی وکړو، خپله د یوه نرس په توګه څه مې چې پخوا زده وو هماغه دي او بس. کوم داسې پرمختګ نه دی شوی چې پوهې یا مسلک مې پرمختګ کړی وي."


د مې ۱۲مه د نرسانو نړیواله ورځ هر کال د نرسانو د ستاینې په پار د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې نمانځل کېږي.


د مې ۱۲مه د عصري نرسنګ د بنسټ ایښودونکې برتانیوي نرسې فلورینس نایټینګیل د زوکړې ورځ دهو چې دا ورځ په ۱۹۷۴ کال کې د نرسانو د ورځې په توګه ونومول شوه.


د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ د نرسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې وویل، نړۍ نورو نرسانو ته اړتیا لري


دوی دا هم ویلي چې نړۍ لږ تر لږه د اووه میلیونو نرسانو له کمښت سره مخ ده.


د ډبيلو اچ او په خبره په ډېرو هېوادونو کې نرسان د روغتیايي مراقبتونو د متخصصانو نیمه برخه جوړوي او د روغتیايي تنظیم او اقدماتو په برخه کې حیاتي رول لوبوي.


د افغانستان د نرسانو او قابله ګانو بورډ وايي، اړتیا ده چې په دغه هېواد کې نرسان په تخصصي برخو کې لا زیات مهارتونه زده کړي.


د دغه بورډ غړی او د افغانستان د اغاخان پوهنتون د علمي پروژو د نرسنګ د پروګرامونو مسوول محمد اصف حسین یار وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې نږدې ۲۵ زره نرسانو ډیپلومونه اخیستي، خو عامې روغتیا وزارت او نړیوالو ټولنې ته اړتیا ده چې دې برخه کې پانګونه وکړي.


حسین یار ازادي راډيو ته وویل: "یو ښه نرس چې ټول مهارتونه یې لیدلي وي، ښایي ونه لرو او اړتیا لرو یو شمېر متخصصو نرسانو ته چې تخصص ولري، لکه د ایمرجنسي د برخې نرسان، د زړه یا د عملیات د خونې نرسان ډېر مهم دي، اړینه ده چې باید په نرسانو باندې پانګونه وشي."


د افغانستان د اسلامي طبي ټولنه وايي، په افغانستان کې د نرسانو د دوامداره ظرفیت لوړولو لپاره د یو روښانه او اغېزمن سیستم نشتوالی جدي ستونزه ده.


د يادې ټولنې مشر او عامې روغتیا متخصص ډاکټر یوسف طیب ازادي راډیو ته وویل: "موږ هیله لرو چې د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونه د افغانستان د نرسانو او قابله ګانو د شورا په مرسته او همکارۍ د هېواد د نرسانو د ظرفیت لوړولو لپاره یوه دوامداره پروسه او سیستم جوړ او تطبیق کړي."


د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان سږ کال په افغانستان د نرسانو د ورځې د نمانځنې او دغه شان د دوی د وضعیت او شمېر په اړه له ازادي راډیو سره معلوماتو شریک نه کړل.


دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې د بې پولو ډاکټرانو ټولنې ویلي وو، د بې وزلۍ، د طالبانو له خوا د لګول شويو محدودیتونو او د روغتیايي سیستم د غیرفعاله کېدو له امله د افغانانو لپاره روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لا ستونزمن شوی دی.


دغه سازمان دا هم ویلي وو چې که ښځو ته د زده کړو اجازه ورنه کړل شي، نوی نسل به ډاکټرانې، نرسانې او قابلې له کومه کوي؟





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net