Добавить новость
123ru.net
World News
Май
2023

په افغانستان کې د زېږونونو پر مهال د مړینې نوې شمېرې اعلان شوې

0
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په نړۍ کې په هرو ۷ ثانیو کې یوه مور یا یو ماشوم مري.


د غرني ولایت اوسېدونکی عبدالصمد وایي، څو میاشتې مخکې یې مېرمن او ماشوم پر وخت د روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله د زېږون پر مهال مړه شول.


نوموړی وایي، خپله مېرمن یې د دغه ولایت له یو لرې کلي څخه پر موټر سایکل روغتیايي کلینیک ته ورسوله.


نوموړی وايي: "له کلې ډېر لرې وم، خپله مېرمن مې په موټر سایکل کلینیک ته راويسته، بیا مې یې مور ورته وغوښته او بیا مې وغوښتل خویندې یې ورته وغواړم، نیم ساعت وروسته راته زنګ راغی چې مېرمن دې په عذاب ده او په حق ورسېده. ډاکتر ډېر نه پوهېده، ویل د مېرمنې فشار مې لوړ شوی دی او هغه ورته د لوړ فشار په وخت کې سیروم تېر کړی و، داسې حال کې خو څوک سیروم نه تېروي."


د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې هر کال ۴،۵ ميلیونه میندې او ماشومان د زېږون په جریان یا د زېږون په لومړیو اوونیو کې مري.


راپور کې ويل شوي چې دا شمېره په هرو ۷ ثانیو کې له یوې مړینې سره برابره ده چې د ډېریو مړینو لاملونه د مخنیوي یا درملنې وړ دي.


د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې، په تېرو اتو کلونو کې د امیندوارو مېرمنو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه ډېرېدل د پانګه‌ونې د کموالي له امله په ټپه درېدلی دی.


په دغه راپور کې دا هم ویل شوي چې د کرونا ویروس پایلې، د بې‌وزلۍ او د بشري بحرانونو زیاتوالي پر روغتیايي خدمتونو، میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو هم اغېز کړی دی.


په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ کال په راپور کې ویلي، په ۲۰۲۰ کال کې افغانستان د هغه لسو هېوادونو په کتار کې و چې د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې لوړه کچه لري.


په دغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې په ۱۰۰۰ زېږونونو کې ۹۵ میندې او ماشومان مړه شوي دي.


ویل شوي چې هند، پاکستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، یوټوپیا، بنګله‌دېش، چین، اندونیزیا، افغانستان او تانزانیا هغه لس هېوادونه دي چې په ۶۵۹۰۰۰ د میندو او د ماشومانو د مړینې په برخه کې د نړۍ ۱۴ سلنه ارقام جوړوي.


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.


د افغانستان د نسايي ولادي ډاکترانو ټولنه وايي چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتيا وزارت د وروستيو شمېرو له مخې په هرو ۱۰۰ زرو ژونديو زېږونونو کې ٦٣٨ ښځې او په هرو ۱۰۰۰ زېږونونو کې ۲۲ ماشومان مري.


د یادې ټولنې مشرې ډاکټر نجم السما شفاجو ازادي راډيو ته وویل: "هغه فکتورونه چې په دې مسئله کې رول لري، ګڼ شمېر زېږونونه، خراب اقتصاد، د قابلو او ډاکترانو نه‌شتون، د معیاري روغتونونو نه‌ موجوديت، د تجهیزاتو نه درلودل، بې کیفیته درمل، اوږدې او لرې لارې او بې‌سوادي هغه ستونزې دي چې د مېندو د مړینې کچه لوړوي."


په همدې حال کې د قطر د پراختیا وجهي صندوق یا 'کیو ایف ایف ډي' د روغتیا له نړیوال سازمان سره د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د اړینو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.


دوی د سې‌شنبې په ورځ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په پام کې لري چې په هلمند، دایکندي، غور، فراه، سمنګان، پکتیکا، نورستان، تخار، بغلان او میدان وردګو ولایتونو کې د اړتیا وړ درملو د وېش او د روغتیايي کار کوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې مرسته وکړي.


ویل شوي چې دغه درمل به د ۸۹ روغتیايي مرکزونو له لارې د مېندو او ماشومانو د مړینې د مخنیوي او درملنې په موخه وکارول شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net