Добавить новость
123ru.net
World News
Май
2023

امير خان متقي: په پاکستان کې وينه تويیدل نه غواړو، ټي ټي پي سره دې مذاکرات وشي

0
په افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي‌ امير خان متقي وايي پاکستان او تحريک طالبان پاکستان دې خپل مشکلات د خبرو له لارې حل کړي.

متقي د مې پر اتمه په اسلام اباد کې د ستراتيژيکو مطالعاتو انسټېټيوټ کې وويل چې په پاکستان کې ناامني او وينه توييدل نه غواړي. هغه زیاته کړه چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کاريږي.‌


د اپرېل پر ۱۱مه د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف له امريکا غږ سره په مرکه کې دعوه کړې وه چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله وال په افغانستان کې دي. د هغه په وينا د طالبانو حکومت د ټي ټي پي سره ملګرتيا لري نو ځکه یې پر ضد اقدامات نه کوي. خو متقي په اسلام اباد کې د مشال راډيو د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د پاکستان او ټي ټي پي جګړه په افغانستان کې د دوی د حکومت سره نه ده پيدا شوې بلکې زړه مسله ده.


هغه زیاته کړه چې د پاکستان حکومت پخپله وايي چې په دې شل کلن جنګ کې یې تر اتیازرو خلک وژل شوي دي نو ځکه دا نوی کړکيچ نه دی. هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دواړو خواو ترمينځ د روغې جوړې لپاره د منځګړتوب په ذریعه خپله ذمه واري پوره کړې ده. 




امير خان متقي د خپلو څلور ورځني سفر په دوران کې د مې پر اوومه، د پاکستاني پوځ له مشر جنرال عاصم منير سره هم ملاقات کړی وو. په دې اړه د پوځ خبرپاڼې ويلي چې په دې موقع د امنيت په سمبالښت ټينګار وشو.  


د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان تر واکمنېدو څو میاشتې وروسته د ټي ټي پي او اسلام اباد ترمینځ د سولې د خبرو منځګړتوب وکړ. د دې مذاکراتو په نتیجه کې د دواړو خواوو ترمینځ اوربندونه وشول چې وروستی هغه یې د ۲۰۲۲ز کال تر نومبره برقرار وو خو پر هغې سربېره په پاکستان کې حملې روانې وې.


په دې لړ کې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت فشار زیات کړ او تور یې پورې کړ چې د ټي ټي پي مشران له هغه ځایه په پاکستان کې حملې پلانوي. خو ټي ټي پي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستانیو چارواکو دعوې او تورونه ردوي.


د پاکستان حکومت او ټي ټي پي د امیر خان متقي د سولې د خبرو د وړانديز په اړه څه نه دي ويلي. خو د پاکستان اوسني ایتلافي حکومت د عمران خان په مشرۍ په تير حکومت نيوکې کړې چې د سولې مذاکراتو له وجې یې وسله وال لا قوي شول. د پاکستان ملي‌امنيت کمېټې د ۲۰۲۲ کال د ديسمبر پر ۳۰مه په يوه غونډه کې پرېکړه کړې وه چې د وسله والو پر ضد به هدفي عمليات کوي.


د طالبانو حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان خاوره به د هېچا پرضد کارېدو ته پرې نه ږدي. د هغوی حکومت داراز، دا تور هم رد کړی دی چې وسلوالې ډلې یې د خاورې په استعمالولو په پاکستان کې حملې کوي. طالبان وايي د ۲۰۱۹ کال په فرورۍ کې امريکايانو سره کړي هغه توافق ته ژمن دي چې وايي د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کاريږي.


طالبان په پاکستان تور پورې کوي چې له خاورې یې افغانستان ته داعش وسله وال او ډرون الوتکې ورځي. د ۲۰۲۳ کال د فرورۍ پر ۲۳مه د طالبانو حکومت دفاع وزير ملا محمد يعقوب ويلي وو چې د افغانستان "فضايي حدود نيول شوي" دي. هغه زیاته کړې وه چې بې پيلوټه الوتکې له پاکستانه ورځي. د پاکستان حکومت په دې اړه څه غبرګون نه وو ښوولی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net