Добавить новость
123ru.net
World News
Май
2023

د تلاسیمیا نړیواله ورځ؛ ځینې افغانان: افغانستان کې د تلاسیمیا د درملنې امکانات نه‌شته

0
په تلاسیمیا یا د وینې په کمښت د اخته ماشومانو د کورنۍ غړي وايي، په افغانستان کې د دې ناروغۍ د درملنې امکانات نه‌شته او دوی اړ دي چې خپله ماشومان د درملنې په خاطر نورو هېوادونو ته بوځي.


په تلاسیمیا یا د وینې په کمښت د اخته ماشومانو د کورنۍ غړي وايي، په افغانستان کې د دې ناروغۍ د درملنې امکانات نه‌شته او دوی اړ دي چې خپله ماشومان د درملنې په خاطر نورو هېوادونو ته بوځي.


محمد عظیم سیدي د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی چې وايي، دوه لوڼې یې په تلاسیمیا اخته دي.


هغه زیاتوي دا چې د تلاسیمیا په اړه په افغانستان کې عامه پوهاوی نه‌کېږي او خلک یې په اړه ډېر معلومات نه‌لري، دی هم ډېر وروسته پوه شو چې لوڼې یې تلاسیمیا شوې دي.


نوموړی وايي: "موږ نه پوهېدو چې دوی تلاسیمیا شوې دي، ان په شپږ کلنۍ کې یې موږ ته معلومات وشول چې تلاسیمیا شوې دي. ډېرې ناروغېدلې او سخته تبه یې کوله، خو په دې نه موږ او نه ډاکتران پوهېدل چې اصلي ستونزه څه ده. له ډېرو هلو ځلو وروسته مو په کابل کې معاینات وکړل چې هغوی د تلاسیمیا شک پرې وکړ، بیا مو پاکستان ته ماشومان یوړل او هلته تشخیص شوه چې تلاسیمیا دي."


سیدي وايي، دا چې په افغانستان کې یې د لوڼو معیاري درملنه نه کېدله، اوس یې د درملنۍ په خاطر هر ځل پاکستان ته بیايي چې د لګښتونو له پلوه تګ، راتګ او درملنه ګرانه ورته تمامېږي.


د ژوند خیریه ټولنه چې د تلاسیمیا ناروغانو ته د وینې او نورو روغتیايي خدمتونو په برابرولو کې مرسته کوي، هم مني چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ د درملنۍ په خاطر امکانات نه‌شته.


د ژوند خیریه ټولنې مشر راحت ګل زیارمل ازادي راډيو ته وویل: "اکثره ناروغانو ته د وینو سره او سپین کرویات دواړه تطبیقېږي، په داسې حال کې چې ناروغ یوه ته اړتیا لري او دا بل کرویات یې په وجود کې هسې انبار کېږي. د تلاسیمیا د ناروغانو د درملنۍ په خاطر نه وسایل په افغانستان کې شته او نه لازم ميتودونه او ډاکتران شته، یوازې په دې بسنه کېږي چې که د ناروغ وجود وینه کمه شي، هغه ته نوره وینه ورکړل شي."


په افغانستان کې د تلاسیمیا د درملنې په برخه کې د امکاناتو د کمښت خبره داسې مهال کېږي چې نن د مې ۸مه د تلاسیمیا ورځ په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.


دا ورځ نن په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت له لوري هم ونمانځل وشوه.


د دې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د دې وزارت چارواکو ژمنه وکړه چې د تلاسیمیا د تشخیص او درملنې په خاطر به په مرکز او ولایتونو کې مرکزونه جوړ کړي.


د تلاسیمیا د نړيوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي عیسی خېل هم د سرطان ناروغۍ د درملنۍ په خاطر د یوه روغتون د جوړولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې په دې روغتون کې به د تلاسیمیا ناروغانو د درملنې په خاطر هم یوه څانګه جوړه کړي.




محمدنبي وويل: "زموږ هڅه به هم دا وي چې د روغتون یوه برخه د تلاسیمیا ناروغۍ ته هم ورکړو او په نړيوالو هم غږ کوو چې له دې ډول ماشومانو سره مرسته وکړي."


که څه هم د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت په تلاسیمیا د اخته کسانو تازې شمېرې له موږ سره شریکې نه‌کړې، خو په وروستیو کلونو کې پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو له ډېرېدو سره هم شکایتونه کېږي چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې ډېر روغتیايي مرکزونه نه‌شته.


تلاسیمیا چې ډاکتران یې يوه ارثي ناروغي ګڼي، له مور يا پلار څخه ماشوم ته انتقالېږي او د مخنیوي لپاره یې وړاندیز کېږي چې په خپلو کې د ودونو له کولو ډډه وشي.


د ډاکترانو په وینا د دغه ناروغۍ له امله د ناروغ د وينې سره کرويات تخريبېږي چې له امله يې ناروغ د وينې په کمېدو اخته کېږي او که پر وخت او معیاري درملنه یې و نه‌شي، ناروغ کس ته وروسته ډېرې ستونزې جوړولای شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net