بايډن: کانګرس دې پر نيمه اتومات ټوپکو بنديز ولګوي
له دا ډول وسلې څخه د تکزاس په پېښه کې چې د ماشومانو په ګډون اته تنه پهکې ووژل شول، کار اخیستل شوی و.
ولسمشر بایډن د دغې پېښې یوه ورځ وروسته امر کړی چې ټول بیرغونه دې نیمه ځوړند وي.
دا پېښه د تکزاس ایالت په شمال دالاس ښار کې په یوه مارکېټ کې هغه مهال رامنځته شوه چې پر وسلو سمبال یوه کس له خبرداري پرته پر خلکو ډزې پیل کړې.
د فرانس پرېس اژانس د راپور له مخې ډېره لیرې برېښي چې په کانګرس کې دې پر دغو وسلو بندیز ولګول شي، ځکه اکثریت جمهوري غوښتونکي له دا ډول محدودیت لګولو مخالف دي.
