Добавить новость
123ru.net
World News
Май
2023

طالبان: مرستندویه سازمانونه دې ګرځنده روغتیايي ټیمونه په ثابتو مراکزو بدل کړي

0
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، روغتیایي مرستندویه سازمانونو ته یې یوه میاشت وخت ورکړی چې ګرځنده روغتیایي ټیمونه په ثابتو روغتیایي مرکزونو بدل کړي.


امنه چې د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکې ده وايي: "دغو مرستو بندېدل خلکو ته ډېر زیانونه لري، په ځانګړې ډول زموږ سیمې ته، موږ هوسا ژوند نه‌لرو."


امنه وایي، د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي له کلونو راهیسې روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او نورو اساسي حقونو او اړتیاو ته لاسرسی نه‌لري.


امنې ازادي راډيو ته وویل، ګرځنده روغتیایي ټیمونو تر یو بریده د دوی د سیمې د خلکو په ځانګړې ډول د ښځو او ماشومانو ستونزې حلوي.


نوموړې وايي: "ډېر کم خدمتونه دي، هغه هم د هغه سازمانونه له‌خوا چې افغانستان سره مرسته کوي، که څه هم نه‌شي کولای د خلکو ټولې ستونزې حلې کړي، خو په تېرو کلونو کې ښه وه، تر یوه بریده یې د خلکو ستونزې حلولې، په ځانګړې توګه هغه ماشومان او ښځې چې په خوارځواکۍ اخته دي."


د بامیان ولایت اوسېدونکی محمود د ګرځنده روغتیايي ټيمونو د فعالیت پر اهمیت ټینګار کوي او وایي، د بدیلو لارو له برابرولو پرته د دې ټيمونه فعالیتونه باید بند نه‌شي.


نوموړي ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل: "زما په اند دا داسې پرېکړه ده چې بیا کتنې ته اړتیا لري، بې‌وزلو او هغه کسانو ته چې ناروغه دي او په خوارځواکۍ اخته ماشومان لري، ګنې ستونزې را ولاړوي."


دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر په مارچ میاشت کې د روغتیا له نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او، یونېسف او نورو هغو بنسټونو چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي، د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د فعالیتونو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.


د ملګر ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجبهي صندوق یا یونېسف په یوه راپور کې چې د مې په پنځمه یې خپور کړی و ویلي و چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا سرپرست وزیر ویلي، په هغو سیمو کې چې ګرځنده روغتیايي ټیمونه کار کوي، باید ثابت روغتیايي سایټونه جوړ شي او له ډېرو خبرو اترو وروسته دوی وتوانېدل چې د دې ټیمونو فعالیت د اپرېل میاشتې تر پایه پورې وغځوي.


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: "د دوی مؤثریت د تر هغه حده پورې نه‌دی دومره چې د خلکو اړتیا ده، پر همدې پر بنسټ څو جلسې وروسته موږ دې نتیجې ته ورسېدو چې باید دا ګرځنده روغتیايي ټیمونه په ثابتو روغتیایي مرکزونو بدل شي، په همدې خاطر د روغتیا له نړیوال سازمان او د یونېسف له ټولو دفترونو سره غونډې هم وشوې، دوی غوښتنه وکړه چې باید دوی ته وخت ورکړل شي، څو دوی دا ټیمونه په ثابتو روغتیایي مرکزونو بدل کړي، تر دې وړاندې هم یو میاشت وخت ورته ورکړل شوی و، اوس یوه میاشت نور هم دوی ته وخت ورکړ شو، چې باید په دې ثابتو مرکزونو کار وکړي."


یونېسف په خپل راپور کې دا هم ویلي، چې ګرځنده ټیمونه د موقیعت بدلولو وړتیا لري او په دې ډول د هغو سیمو کسانو ته چې مخکې له دې خدمتونو بې برخې وه هم کولای شي روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.


یونېسف زیاته کړې چې یوه کمېټه په دې طرحه کار کوي چې څنکه دغه ټیمونه په ثابتو مرکزونو بدل شي، خو دا یې نه‌دي ویلي چې دا کار به څومره وخت ونیسي او دا ثابت مرکزونو به په کومو سیمو کې جوړ شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net