Добавить новость
123ru.net
World News
Май
2023

د کارګرانو نړيواله ورځ؛ امکا: افغان کارګران له کمو انساني حقونو هم برخمن نه‌دي

0
د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه یا امکا وايي، افغان کارګران له ډېرو کمو انساني حقونو هم برخمن نه‌دي، کاري خوندیتوب یې ختم شوی او سیستماتیک تبعیض ورسره کېږي.


میرزا ګل د کابل پر سړکونو له سهاره تر ماښامه د کار موندلو هڅه کوي خو وايي، کار نه ورته پیدا کېږي.


نوموړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د یوې ۷ کسیزې کورنۍ سرپرست دی او اړ دی چې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي.


میرزا ګل وايي: "ټول خلک له دندو لرې شوي، پیسې نه‌شته، خلک خپل اولادونه نه‌شي مړولای، نو څوک دومره پیسې له کومه کړي چې ابادي وکړي او موږ کار ته بوځي. ټول بې کاره یوو، له یوه پور کوم، د بل پور پرې خلاصوم، په همدې ډول خپل ژوند مخکې وړم."


نن دوشنبه د ثور یا غويي میاشتې ۱۱مه د کارګر له نړيوالې ورځې سره برابره ده.


دا ورځ یوه پېړۍ وړاندې د امریکا په شیکاګو کې د کارګرو له اعتراض وروسته چې غوښتل یې کاري ساعتونه یې کم شي، د کارګر ورځ په نوم ونومول شوه.


د کارګرو ورځ د نورو هېوادونو ترڅنګ مخکې په افغانستان کې هم نمانځل کېدله او کارګرو به په کابل کې د لویو ناستو او لاریونو له لارې خپلې غوښتنې مطرح کولې.


د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه وايي، سږ کال په دې خاطر چې طالبانو د عدالت غوښتلو او لاریون اجازه نه‌ده ورکړې، دا ورځ په تبعید کې نمانځي او د عدالت غوښتلو لپاره خپل غږ پورته کوي.


د دې ټولنې مشر معروف قادري په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "موږ په داسې حال کې دا ورځ نمانځو چې افغان کارګران له ډېرو کمو انساني حقونو او کاري امتیازونو څخه برخمن دي. کاري خوندیتوب یې ختم شوی، سیستماتیک تبعیض ورسره کېږي او خپل حقوق یې نه ورکول کېږي."




قادري د طالبانو له حکومته غواړي چې کارګرو ته د کار زمینه برابره کړي او په دې برخه کې نړيوالو اصولو او مقرراتو ته درناوی وکړي.


په ورته وخت کې د کارګرانو ټولنې ځینې غړي وايي، له څو کلونو راهیسې بې‌کاره دي او له خپلو اقتصادي ستونزو شکایت کوي.


په کابل کې د يادې ټولنې يو مخکېنی غړی فضل الرحمان وايي: "څو کاله کېږي چې معاش نه‌لرم، له اقتصادي ستونزو سره مخ یم، حتا رواني تکلیف راته پیدا شوی او خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو په خاطر مې اوس سختو او شاقه کارونو ته مخه کړې ده."


دغه راز په ننګرهار کې د يادې ټولنې يو بل مخکېني غړي حمیدالله ازادي راډيو ته وويل: "هره هڅه مې وکړه، دنده راته پیدا نه‌شوه. ځینې وخت چې کار راته پیدا کېږي، په هغه مې ستونزې نه حل کېږي، بس له همدې ستونزو سره مخ یوو."


د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنه وايي، د دې ټولنې د ۶۰ جریبه ځمکې جایداد چې د جمهوریت په مهال د مخلوع ولسمشر د ۵۷مې شمېرې فرمان پر بنسټ مالیې وزات ته تسلیم شوې و، اوس د طالبانو حکومت له لوري غصب شوی او عواید یې هم د مالیې وزارت ټولوي.


دا ټولنه وايي، دا جایداد یې د کارګرو د حق الزحمې په پیسو له افرادو او ښاروالیو څخه اخیستی و او غوښتنه کوي چې بېرته دې دا ځمکه يادې ټولنې ته ورکړل شي.




د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د ویاند احمد ولي حقمل ځواب هم ولري، خو نوموړي د راپور د خپرېدو تر وخته پوښتنه ځواب نه‌کړه.


د رواداري په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ هم د کارګر ورځې په مناسبت په یوه تازه ټوېټ کې ویلي، په افغانستان کې زیاتېدونکې بې‌کارۍ او د بې‌وزلۍ کچې لوړېدو ته اندېښمن دي.


د رواداري موندنې ښيي د مخکیني حکومت کارکوونکي چې اوس هم په ټيټو دولتي بستونو کې کار کوي، د منفکۍ له ګواښ او سختو او تبعیضي چلندونو سره مخ دي، خو طالبانو بیا مخکې دا ډول ادعاوې رد کړي دي.


د راپورونو پر بنسټ د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه لوړه شوې، ښځینه کارکوونکې په کور کېنول شي او ډېر هغه ځوانان چې بې‌کاره دي، هڅه کوي د کار موندلو په لټه وطن پرېږدي، د قاچاقي او غیرقانوني لارو څخه سیمه‌يیزو او اروپايي هېوادونو ته لاړ شي چې ځینې یې د دې لارو کې مړه او وژل شوي هم دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net