Добавить новость
123ru.net
World News
Май
2023

ملګري ملتونه په قطر کې د افغانستان حالاتو د ارزونې غونډه کوي

0
ملګري ملتونه په قطر کې نن (د مې پر لومړۍ نېټه) د افغانستان په اړه د هغې نړيوالې دوه ورځنۍ غونډې کوربه دی چې طالبان نه دي وربلل شوي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ځانګړي استازي ګډون کوي. ملګرو ملتونو ويلې چې په دې غونډه کې به د نړۍ بېلابېلو هېوادونو استازو ته د افغانستان د حالاتو په اړه معلومات وړاندې شي.


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد د اپرېل پر ۱۸مه د امریکا په پرېنسټن پوهنتون کې ويلي وو چې په هغه نړیواله غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هم بحثونه کېږي. هغې زیاته کړې وه چې نه‌ پوهېږي طالبان به په رسمیت وپېژندل شي او که نه؟ خو په وینا یې په دې اړه بحثونه باید پيل شي.




د محمد تر دې خبرو او د غونډې د جوړېدو تر اعلان وروسته یوشمېر سیاستوالانو او د بشري حقونو فعالانو پر ملګرو ملتونو سخت تنقیدونه وکړل. افغان ښځو په کابل او د نړۍ په ځينو نورو برخو کې د مظاهرو له لارې غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت باید په رسميت ونه پيژندل شي.


په اسلام اباد کې مېشته هغو افغانانو ښځو د اپريل پر ۳۰مه مظاهره وکړه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو تر قبضې وروسته، پاکستان ته تللې دي. دوی پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې تر څو طالبانو بشري حقونو نه وي منلي، بايد په رسميت ونه پيژندل شي.


تر ګڼو تنقیدونو وروسته، ملګرو ملتونو واضحه کړه چې د يو حکومت په رسمیت پيژندل د دوی کار نه بلکې د هر هېواد خپل کار دی. د دې سازمان وياند سټیفن دوجارېک د تېرې جمعې په ورځ وویل چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپل ماموریت دوام ته ژمن دی او د دوحې د غونډې تمرکز د طالبانو په رسميت پيژندنه نه دی. 


طالبانو په افغانستان کې د حکومت تر نيولو وروسته پر ښځو د کار بندیز لګولی او پر هغوی یې مخ پټول جبري کړي دي. همداراز یې په نجونو له شپږم ټولګي پورته د تعليم کولو بندیز لګولی دی. طالبان وايي دا مسایل داخلي موضوعات دي او په اړه یې د بهرنيانو فشارونه نه مني.


د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېریش د اپريل پر ۲۹مه په يو ټويټ کې ويلي وو چې په افغانستان بیړنيوو مرستو ته اړتيا لري او د دې مرستو رسولو لپاره د افغان ښځو کار ضروری دی.




ملګرو ملتونو په دې غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړې. د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته ويلي چې له دې غونډې یې تمه دا ده چې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیول شي. نوموړي ادعا وکړه چې په افغانستان کې اوس امنيت رامنځته شوی او نړیوال کولی شي له دې موقعې څخه د همکارۍ لپاره ګټه واخلي.


خو ملګرو ملتونو ويلي چې د طالبانو محدوديتونو مجبوره کړي دي چې په افغانستان کې د خپل کار د دوام په اړه له سره غور وکړي. د اپريل پر ۱۸مه، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (يو اېن ډي پي) تنظيموونکي اچیم سټینر اسوشیېټیډ پرېس خبري اژانس ته ويلي وو چې که طالبان افغان ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي نو چمتو دي چې په مې میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو "زړه ماتونکې" پریکړه وکړي.


هغه زیاته کړې وه چې د ملګرو ملتونو چارواکي له طالبانو سره د هغه امر څخه استثنا اخیستو په اړه په خبرو بوخت دي چې افغانانې له دې سازمان سره له کار کولو منع کوي. سټینر وویل چې د افغانستان مخ پر ځوړ اقتصاد سمبالولو لپاره ښځينه کارکوونکو ته ډېره زیاته اړتيا ده.




 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net