Добавить новость
123ru.net
World News
Март
2023

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مالي مرستو د کمېدو خبرداری ورکړ

0
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا خبرداری ورکوي چې که طالبان په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې ته دوام ورکړي، ښايي له افغانستان سره مالي مرستې کمې شي.


یوه مېرمن د دایکندي ولایت اوسېدونکې ده.


هغې د یوې نادولتي ادارې په روغتیايي برخه کې دنده درلوده.


هغه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د شپږ کسیزې کورنۍ یوازينۍ کفیله وه.


د دې مېرمنې په وينا، هره ورځ به يې زرګونو اړمنو کسانو ته د مرستو وېشلو کار کاوه، خو اوس په خپله مرستې ته اړتيا لري.


نوموړې وویل: "ما دوه سوه ډالره معاش درلود او په کور کې مو بل کفیل نه درلود. کله مې چې دنده له لاسه ورکړه، په شپو شپو مې وژړل. زما درد ډېر دی، ان دا چې ویلای نه شم. زما بې کاره کېدل څومره پر مونږ منفي اغېز کړی دی."


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې تر ټولو ځپلی هېواد وباله او خبرداری یې ورکړ چې که ښځو ته د کار کولو اجازه ورنه کړل شي ښايي له افغانستان سره مالي مرستې کمې شي.


روزا اوتونبایوا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، په داسې حال کې چې افغانستان له لسیزو جګړو وروسته د بیا رغونې او ابادۍ لپاره خپلو ټولو بشري ځواکونو ته اړتیا لري، نیمايي ډاکتران، ساینسپوهان او سیاستوال په خپلو کورونو کې نظر بند دي، خوبونه یې مات شوي او استعداد یې ترې سلب شوی دی.


اتونبایوا وايي، په داسې حال کې چې د کار، زده کړې، سفر، تفریحي پارکونو او ښځینه حمامونو ته د تګ بندیز پر خپل ځای دی، طالبان ادعا کوي چې ټول افغانستان یې متحد کړی دی.


هغه زیاتوي: "حقیقت دا دی چې د ډسمبر په شلمه د نجونو پر لوړو زده کړو او د همدې میاشتې په ۲۴مه په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو بندیز به د افغانستان د خلکو او له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو لپاره جدي پایلې ولري. که ښځو ته د کار کولو اجازه ورنه کړل شي، ښايي له افغانستان سره د مرستو کچه او د هغو بنسټونو فعالیتونه چې چارې یې د ښځو له خوا پرمخ وړل کېږي، کم شي."


روزا اوتنبایوا وايي چې یواځې په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار بندیز اړمنو ته د مرستو رسولو پر وړاندې جدي خنډ نه دی، د دوی وېره دا ده چې طالبان به د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګوي، ځکه دوی د طالبانو د هڅو شاهد دي چې په پنځو ولایتونو کې یې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ښځو د راتګ مخنیوی کړی او له همدې امله دوی اړ شوي چې په ځینو ولایتونو کې په موقتي ډول خپلې مرستې بندې کړي.


د هغې په وينا، په ۲۰۲۲ کال کې طالبانو په نادولتي ادارو کې د ښځو د کارکولو بندیز سربېره تر ټولو زيات محدوديتونه پر دوی لګولي دي.


اوتونبایوا زیاته کړه چې تر دې وړاندې په ۲۰۲۲ کال کې ۲۶.۱ ميليونه خلکو ته لاسرسی درلود او دوی وېره لري چې په ۲۰۲۳ کال کې به دغه محدوديتونه زيات شي.


د طالبانو حکومت په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو له دې وړاندې یې بار بار ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي او نجونې د تحصیل په برخه کې باید اطاعت وکړي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net