Добавить новость
123ru.net
World News
Март
2023

مککال: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو کې شته واقعیتونه پام کې نه دي نیول شوي

0
د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس وایي، له افغانستانه د دغه هېواد د ځواکونو په وتلو کې شته واقعیتونه پام کې نه دي نیول شوي.


د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس وویل، هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شول، د فدرال دولت په سیستماتیکه توګه پاشل و او د بایډن د ادارې ماتې وه.


مایکل مککال په خپل څرګندونو کې د چهارشنبې په ورځ، د 'په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکا له ناورینه ډک د وتلو د څارنې کمېټې' په استماعیه غونډې کې وویل، د بایډن د ادارې له خوا په دندې کې د بې غورې له امله امریکایي اتباع او په افغانستان کې افغان امریکایي متحدان په پام کې نه دي نیول شوي، افغانې ښځې او نجونې طالبانو او د هغوی سخت دریځو قوانینو ته پرېښودل شوې.


هغه زیاته کړه: "د بایډن د ادارې ډېرو کسانو ویلي چې د هر احتمال لپاره پلان جوړوي، خو هغسې یې ونه کړل او پر ځای یې څلور راتلونکې میاشتې په پام کې ونه نیولې چې بلاخره پایله کې یې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې په چټکۍ سره سیمې ونیولې او د اګسټ په ۱۵ کابل ته دننه شول. موږ په دومره اسانۍ سره دغه حالت ته اماده نه وو، په خپله دنده کې د بایډن د ادارې غفلت د دې لامل شو چې نړۍ د کابل له سقوط دوه اونۍ وروسته هغه زړه بوږنونکي صحنې وګوري چې د کابل په هوايي ډګر کې وشوې."


د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مککال د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۲۶مې نېټې ځانمرګی برید، چې په ترڅ کې یې ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۷۰ افغانانو ووژل شول او ۴۵ ټپیان شول دا په تېرو لسو کلونو کې امریکایي سرتېرو ته تر ټولو وېرونکي او مرګونې ورځ وبلله.


امریکایي سرتېری ټایلر وارګاس اندروز، چې په دغه برید کې سخت ټپي شوی و او خپل لاس، پښه او ګرده یې له لا سه ورکړه، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو کمېټې په استماعیه غونډې کې حاضر و، وویل چې له پېښې مخکې هغه او د هغه ټیم دوه ځانمرګي برید کوونکي پېژندلي وو، خو مسوولانو یې په نښه کولو د اجازې غوښتنه بې ځوابه پرېښوده.


هغه وویل: "د همغږی لپاره مې اجازه واخیستله چې ایا کولای شم په هغه باندې ډزې وکړم، قومندان په هغه وخت کې راته وویل زه نه پوهېږم او غلی شو. ما او ټیم مې بیا په پوښتنه وکړه چې څوک به دا کار تر سره کوي، ځکه دا د تاسو مسوولیت دی ښاغلیه، هغې بیا ځواب راکړ چې نه پوهېږم، خو معلوم به یې کړي او وروسته موږ ته یې هېڅ کومه نوې اطلاع رانه کړه او موږ هېڅکله خپل ځواب تر لاسه نه کړ."


جمهوري غوښتونکي په داسې حال له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه څېړنې کوي چې د امریکا او د طالبانو تر منځ د دوحې تړون د جمهوري غوښتونکي ګوند د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په وخت کې لاسلیک شو، چې امریکایي ځواکونو او د متحدانو ته یې د وتلو لاره هواره کړه.


دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن تل له افغانستان څخه د وتلو له پرېکړې دفاع کړې او ویلي چې د هېواد په تاریخ کې یې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښود.


په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه امریکايي ځواکونه په دوو اونیو کې له افغانستانه په داسې شکل ووتل چې زرګونه افغان متحدان یې د کابل هوایي ډګر څخه په نظامي الوتکوکې له افغانستان انتقال کړل.


طارق فرهادي د سیاسي چارو کارپوه وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل یوازې د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره وو او د افغانستان پر وضعیت به هېڅ اغېز ونه لري.


خو شاه محمود میاخیل بل سیاسي او نظامي چارو کار پوه بیا په دې باور دی چې له دغو بیا ځلې څېړنو څخه به د افغانستان په اړه د امریکا د راتلونکي سیاست په اړه ګټه واخیستل شي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net