Добавить новость
123ru.net
World News
Сентябрь
2022

کابل کې چاودنه: ۲۲ کسان وژل شوي، ۲۷ ژوبل دي، ګڼ غبرګونونه يې پارولي دي

0
د کابل د ۱۳مې حوزې اړوند دشتي برچي سیمه کې چاودنې ۱۹ کسه وژلي او ۲۷ نور یې ټپیان کړي.


چاودنه نن سهار نږدې اته بجې د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د کاج په نوم په یو ښوونیز مرکز کې رامنځته شوه.


د پېښې دوه عیني شاهدانو چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نومونه واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل پېښه داسې مهال رامنځته شوه چې په یاد ښوونیز مرکز کې له زده کوونکو د ازمايښتي کانکور ازموینه اخیستل کېده.


يوه زده کوونکي وويل: "نن سهار شپږ بجې په کاج کورس کې موږ د کانکور ازمایښتي ازموینه درلوده چې لاړو ټول چې شپږ سوه نفري صنف و، ډک و بیا موږ لاړو قطار کې کېناستو، د ریاضي ۱۷ پوښتنې مې حل کړې وي چې د ډزو غږونه شوه، حمله کوونکو ګاردان وویشتل او بیا راغی دننه او د نجونو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه او ګډوډي شوه."




يوه بل زده کوونکي د پېښې په اړه د خپل سترګو ليدلي حال کيسه وکړه او ويې ويل: "زه په بي ټولګي کې وم د کانکو لپاره مو اماده ګي نیولي وه او امتحان مو ورکاوه چې ډزی وشوې، موږ د خپل ټولګي دروازې وتړلې، نیم ساعت تېر شو چې زموږ د ټولګي دروازه وټکېده، هلکانو ویل چې دروازه نه خلاصوو چې انتحاري نه وي، کله چې له راووتلو د نجونو په صنف کې درز شو او ډېره بده ورځ شوه."


که څه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت تر دې دمه د پېښې د څرنګوالي په هکله جزیات نه‌دي ورکړي، خو ویلي دي چې پر ملکي اهدافو حمله د "د دښمن وحشت بولي" او دوی یې غندي.



د پېښې عیني شاهدانو بیا دا برید انتحاري حمله بللې ده.




د طالبانود کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي په دې پېښه کې ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي.


ښاغلي ټکور وويل: "نن د کابل ښار د دیارلسمې حوزې اړوند د کاج په نوم یو کورس کې چاودنه رامنځته شوې چې عاملین یې زموږ د ځواکونو تر تعقیب لاندې دي، زر ده چې دوی ونیول شي."


په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په یوه ټویټ کې لیکلي چې د کابل په نننۍ چاودنه کې سیمه‌يیزو روغتونو ته تر دا مهاله د ۲۲ کسانو جسدونه ور وړل شوي دي.



ایمر جنسي وړاندې لیکلي، وژل شوي کسان چې ټولې نجونې دي عمرونه یې له ۱۸ نه تر ۲۵ پورې و.




په همدې حال کې د " کاج" ښوونیز مرکز یو مسول مختار مدبر پر خپل فېسبوک لیکلي دي چې، نن سهار انتحاري حمله کوونکي د مرکز ساتونکی په ډزو وواژه او وروسته یې د زده کوونکو ترمنځ له چاودېدونکو موادو ډک واسکټ ته چاودنه ورکړه.


ده لیکلي چې پېښه کې لسګونه زده کوونکو ته چې ډېری یې نجونې دي مرګ‌ژوبله رسېدلې ده.


چاودنه نن سهار د کابل په دشت برچي سیمه کې شاوخوا ۸ بجې د (کاج) په نوم یو ښوونیز مرکز کې رامنځته شوه.




دشت برچي هغه سیمه ده چې تر ډېره په‌کې افغان هزاره لږکي اوسېږي او په تېر کې هم د ورته بریدونو شاهده پاتې شوې.


په ټولنیزو رسنیو کې د پېښې له ځای ویډوګانې خپرې شوي چې زړه بوږونکي دي.


لا تر اوسه ددې چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه‌دی منلی خو له دې وړاندې د کابل په لوېدیځ کې د څو بېلابېلو چاودنو مسؤلیت داعش وسله‌والې ډلې منلی و.


دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پلازمېنې کابل د امنیت په اړه د دې ښار د اوسېدونکو اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.




پوره یوه اوونۍ وړاندې د کابل د وزیر اکبر خان مسجد مخته د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې د طالبانو د امنیتي بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ ۷ کسان په‌کې ووژل شول او او ۴۱ نور یې ژوبل کړل.


له دې وړاندې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۱مه د دې ښار د دهمزنګ څلور لارې ته څېرمه په یو هوټل کې چاودنې درې ملکیان ووژل او لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله.


د کابل اوسېدونکي د طالبانو د حکومت له امنیتي بنسټونو غواړي چې د دې ښار امنیت خوندي کړي.


خو د طالبانو حکومت په وار وار د خلکو د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net