Добавить новость
123ru.net
World News
Сентябрь
2022

ملګرو ملتونو له افغانستانه د نشه يي موادو د قاچاقو په تړاو نوې غوښتنه کړې

0
ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په افغانستان کې د نشه يي موادو د توليد او قاچاقو د ستونزې په برخه کې ځواب ويلو ته چمتو شي.


یو کال کېږي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د نشه يي بوټو کښت، نشه يي موادو توليد او قاچاقو وضعيت په مستقيم ډول نه څاري او په دې اړه د لومړي لاس راپور هم په لاس کې نه لري، ځکه يې نو د طالبانو د حکومت په تخميني ژمنو او راپورونو بسنه کړې ده.


د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې مشره مېرمن ګاډا ويلي وايي چې، په افغانستان کې په تېر يوه کال کې د کوکنارو د کښت او هېرويينو د توليد د اندازې په اړه يې يو تخميني راپور چمتو کړی چې په راتلونکې مياشت کې به اعلان شي.


مېرمن (ګاډا ويلي) د ملګرو ملتونو د امينيت شورا ته په وينا کې خبرداری ورکړ چې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت او نشه يي موادو توليد د نړیوالې ټولنې ځواب او غبرګون ته اړتیا لري.


هغه زیاتوي: " افغانستان په يوه نازک پړاو کې دی، نړیواله ټولنه باید د افغانستان څخه د نشه يي موادو د قاچاقو او لېږلو ننګونو ته د پوښتنې لپاره چمتووالی ولري او د خپل وس په اندازه له هغو خلکو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د نشه يي موادو له امله زيانمن کېږي. بزګران چې په راتلونکي فصل کې د کوکنارو د کرلو او نه کرلو لپاره ځانونه چمتو کوي، د نامعلوم سياسي او اقتصادي وضعيت سره مخ دي. "


د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو د اعلان نژدې شپږ مياشتې پوره کېږي. د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې څېړنې ښيي چې، په دې موده کې د يوه کيلوګرامو وچو تارياکو بیه (۱۹۰) ډالرو او يوه کيلوګرامو تازه تارياکو بيه (۱۲۷) ډالرو ته رسېدلې ده.


په ملګرو ملتونو کې د ناروې د دولت دايمي استازي مېرمنې (مونا جول) وويل، په افغانستان کې اوس هم کوکنار کرل کېږي او دا اندېښنه شته چې، له دې لارې لاس ته راغلو پيسو باندې نړیواله تراهګري له مالي پلوه پياوړې شي.


هغه زیاتوي: " په افغانستان کې د کوکنارو کښت د نړۍ لپاره د نشه يي موادو د يوې لويې سرچينې په توګه اوس هم پر ځای پاته دی، موږ په دې برخه کې سرپرست حکومت مسئول او جواب ويونکی بولو. موږ دا اندېښنه لرو چې د نشه يي بوټو له کښت او نشه يي موادو له توليد څخه لاس ته راغلي پيسې به له مالي پلوه په افغانستان کې دننه او له افغانستان څخه دباندې تراهګري پياوړې کړي. "


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی چې، د دوی امينتي ځواکونو سږکال يوازې د سنبلې په مياشت کې (۵۰) زره جريبه ځمکې د کوکنارو له بوټو څخه پاکې کړي دي، خو د اړل شويو کوکنارو دقيق ځایونه نه ښيي.


د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور د کوکنارو د کښت د دوام د اندېښنو په اړه ازادۍ راډيو ته وويل چې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی دی.


ټکور وویل: " اوس په ټول افغانستان کې د کوکنارو يو بوټی هم نه لرو، که کرل شوي هم وي ويجاړ شوي او بزګران يې د قانون منګولو ته سپارل شوي دي، نو په دې اړه اندېښنې بېځايه دي او هسې تبليغات يې ګڼو. "


د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې راپور چې د امنيت شورا غونډې ته وړاندې شو ښيي چې، په وروستيو مياشتو کې د سيمو هېوادونو په پراخه پيمانه نشه يي مواد نيولي چې له افغانستان څخه دې هېوادونو ته قاچاق شوي وو.


د امنيت شورا په دې ځانګړې غونډه کې د فرانسې استازي د افغانستان په اړه وويل چې، له افغانستان څخه نړیوالو بازارونو ته د کېمياوي نشه يي موادو، په تېره بيا د ښیښې قاچاق د ډېرېدو په حال کې دی.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا




 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net