د سره صليب کمېټې په ۷ مياشتو کې له سل زره د ډېرو معلولينو درملنه کړې
د افغانستان لپاره د دې ادارې دفتر پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، دغه کسان په افغانستان کې د دې ادارې په اوو مرکزونو کې تداوي شوي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې، په افغانستان کې د معلولینو شمېر لسګونو زره کسانو ته رسیږي چې ډېرو یې د جګړو او چاودنو په نتیجه کې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي دي.
