Добавить новость
123ru.net
World News
Июнь
2021

امریکا او اروپايي ټولنې افغانستان کې د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کړی

0
په افغانستان کې د جګړې له تودېدو سره جوښت امریکا او اروپايي ټولنې د سولې د بهیر ترڅنګ په دغه هېواد کې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو پر ساتنې ټینګار کړی دی.


د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډه اعلامیه کې چې د سې شنبې (د غبرګولي ۲۵مه) په ورځ ناوخته په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو له ناستې وروسته خپره شوه راغلي چې د بشري حقونو په برخه کې د لاسته راوړنو ساتل ورته ډېر مهم دي.




په اعلامیه کې ویل شوي: "له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په پام سره، موږ په ګډه کار کوو چې د سولې د روان بهیر ملاتړ وکړو او د بشري حقونو لاسته راوړنې خوندي کړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره."


دا په داسې حال کې ده چې د سولې په روانو خبرو کې په تېرو شلو کلونو کې د مېرمنو برخه کې د لاسته راوړنو د له منځه تلو په اړه اندېښنې موجودې دي.


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډيو ته وویل، دوی د اسلام په چوکاټ کې د مېرمنو حقونو ته ژمن دي: "د افغانستان اسلامي امارت د ښځو د حقونو په اړه د اسلام د مبارک دین او د ملي او افغاني عنعناتو په رڼا کې هېڅ ډول ستونزه نه لري، ټول هغه حقونه چې مېرمنو ته اسلام ورکړي هغه به تأمنیږي او د دې حقونو تامینول او تضمینول د اسلامي امارت مسوولیت دی، موږ په دې اړه هېڅ ستونزه نه لرو."  




خو د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې د سولې په روان بهير کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښمن دي.


د دې کمېسیون مرستیال نعیم نظري ازادي راډیو ته وویل چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو نظرونه د نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دي.




ښاغلي نظري زیاته کړه: "هغه څه چې طالبان يې د ښځو د حقونو په اړه مطرح کوي، شرطونه او قیدونه لري چې د  بشر حقونو د نړیوالو نورمونو سره ټکر لري، د افغانستان د بشر حقونو کمېسیون د سولې له خبرو وروسته د بشري حقونو د وضعیت په اړه جدي اندېښنې لري، ځکه نو موږ غوښتنه کوو چې سوله باید د بشري حقونو پر بنسټ وشي."




په همدې حال کې په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو د تماس ډلو تېره ورځ ناوخته سره کتلي دي.


د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل چې دې ناسته کې د راتلونکو ناستو لپاره په تیارو بحثونه وشول.


اغلې انوري زیاته کړه: "تېره شپه د مذاکره کوونکو ټیمونو د تماس ډلو ناسته درلوده په دې ناسته کې د راتلونکو ناستو په ترتیب او تنظیم خبرې وشوې."


میرمن انوري د دې ناستې په اړه نور جزییات ورنه کړل.


په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، خو د دواړو لوریو د تماس ډلو دا خبرې اترې تاييد کړي دي.


هاخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي اسلام اباد ته د خپل د سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې د بهير په اړه خبره کړي دي.


توماس نېکلسن تېره ورځ ناوخته پر خپل ټویټر ولیکل:"اوس د دې وخت دی چې د دوحې خبرې باید د دواړو مذاکره کوونکو پلاویو د اساسي وړاندیزونو له مخې وشي."




نوموړي ټینګار کړی چې په دوحه کې د سولې خبرې باید له هر ډول ځنډ پرته له سره پيل شي، څو د یوې سیاسي حل لارې په پیدا کېدو سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او سولې ټینګېدو لامل شي.


دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.


د امریکا مرکزي قوماندانۍ تازه ویلي دي چې له دې هېواده په سلو کې پنځوس بهرني ځواکونه وتلي او دا چاره روانه ده.




د دغه قوماندانۍ له لوري په اعلامیه کې راغلي چې تر اوسه د امریکايي ځواکونو ۶ پوځي اډې په رسمي ډول د افغانستان دفاع وزارت ته سپارل شوي دي.


ټاکل شوې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د روان کال د سېپټمبر په ۱۱ مه بشپړه شي، خو لا هم په دې هېواد کې جګړه ورځ تر بلې تېزېږي او د سولې خبرو هم کومه ښکاره پایله نه ده ورکړې چې په کور دننه يې د عامو خلکو او له بشري حقونو د ملاتړو بېلابېلو بنسټونو اندېښنې زیاتې کړي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net