Добавить новость
123ru.net
World News
Июнь
2021

د تېلو پمپونو او سوداګریزو مرکزونو مالکانو ته خبرداری: فعالیتونه به مو ودرول شي

0
په افغانستان کې له اور لګېدنې د خوندیتوب فني او دایمي کمېټې، د تېلو د پمپونو او سوداګریزو مرکزونو مالکانو ته خبرداری ورکړی، که د خوندیتوب تدابیر مراعات نه‌کړي، فعالیتونه به‌یې ودرول شي.


دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په بندرونو او لویو ښارونو کې د پرله‌پسې اور لګېدنو له امله دولت، خلکو او سوداګرو ته درانه زیانونه واوښتل.


د کابل په درېیمو مکروریانونو کې د احمدیار د تېلو ټانک د اور لګېدنې له زیانمنو څخه عبدالحمید وايي، د درېیمو مکروریانو په عبدالحق څلورلاري کې، احمدیار تېلو ټانک ته څېرمه‌یې کور کرایه کړی و چې په اور لګېدنه کې یې هر څه د اور خوراک شول.


دا اور لګېدنه د کابو درې کاله مخکې کیسه ده.


عبدالحمید زیاتوي: "اور د شپې له‌خوا ولګېد، ډېر قوي و، موږ په کور کې و چې یو ځل مو د اپارتمان ښیښې راماتې شوې او د ټلوېزیون، الماریو او چیني سامان په ګډون مو هر څه مات شول او دوه ماشومان مې هم سخت ټپیان شول، زه تر اوسه نه‌یم توانېدلی چې خپل کور ته بیا سامان واخلم."




د رسمي شمېرو له مخې، په دغه اور لګېدنه کې چې د ۱۳۹۷ کال د جدي په میاشت کې وشوه، درې کسان ووژل شول او ۴۴ نور ټپیان شول.


اوس په افغانستان کې له اور لګېدنې د خوندیتوب فني او دایمي کمېټې هوډ کړی چې د دا شان پېښو د تکرار مخه به ونیول شي.


د دغې کمېتې مسؤلانو د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۶» په کابل کې، د تېلو د پمپونو او سوداګریزو مرکزونو له مالکانو وغوښتل چې د خوندیتوب تدابیر جدي وګڼي.


د افغانستان طبیعي پېښو ته د رسېدلو په چارو کې د دولت وزارت، د پېښو د انسجام مرستیال محمد قاسم حیدري دغې ګډې غونډې ته وویل: "په هغه صورت کې چې تدابیر مراعات نه‌شي، کمېټه به د تقنیني اسنادو پر بنسټ ډېرې جریمې وضع کړي او د جمهوري ریاست د مقام د هدایت سره سم به موږ سرغړوونکي د تېلو پمپونه او سوداګریز مراکز وتړو."


له دغه وزارت سربېره، د اطفائیې اداره، کابل ښاروالۍ او د نفتي موادو د زېرمه کولو د تنظیم اداره د دغه کمېتې غړي دي.




ښاغلي حیدري وویل چې د کمېټې له‌خوا د پمپونو او سوداګریزو مارکېټونو مالکانو سره له اور لګېدنې د خوندیتوب لپاره احتیاطي تدابیر شریک شوي دي.


دغه کمېټه وايي، ۳،۹۹۸ د تېلو پمپونه او ۲۴۸ سوداګریز مارکېټونه‌یې کتلي چې ډېری دوی کې د اور لګېدنې نه د مخنیوي لازم تدابیر نه‌و مراعات شوي.


د کورنیو چارو وزارت د اطفائیې عمومي رئیس نظام‌الدین پاچا، غوندې ته وویل، هغه د تېلو پمپونه چې په استوګنیزو سیمو کې دي ۲۰ ورځې وخت ورکړل شوی چې لازم تدابیر مراعات کړي.


د کابل ښاروالۍ مرستیال محمد فاضل شریفي، بیا په کابل کې د تېلو د پمپونو د فعالیت په تړاو د یوې هر اړخیزې طرحې د جوړولو خبره وکړه: "موږ یوه هر اړخیزه طرحه جوړه کړې چې مسوده‌یې چمتو ده. دا طرحه له راتلونکې اوونۍ اعلانېږي، په دې طرحه کې ټول هغه معیاري شرایط چې یو د تېلو ټانک‌یې باید ولري په پام کې نیول شوي دي."


په کابل کې د تېلو د ټانکونو یو شمېر مالکان هم د تېلو په پمپونو کې د اور لګېدنې ضد بالونونو او نورو اړینو وسایلو موجودیت اړین بولي.




په کابل کې د تېلو د یو پمپ مالک حاجي خان وايي: "موږ د اور لګېدنې ضد ۱۲ بالونونه نوي واخیستل چې په هره پایه کې نصیب شوي دي، د دې ترڅنګ مو د زېرمې پر سر هم یو سیار بالون لګولی دی. که خدا مه‌کړه کومه ستونزه رامنځته شي، مخه‌یې نیسي."


په افغانستان کې له اور لګېدنې د خوندیتوب فني او دایمي کمېټه په ۱۳۹۷ کال کې د اور لګېدنې د پېښو تر زیاتېدو وروسته د جمهور رئیس محمد اشرف غني له‌خوا، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ او له ۱۰ څخه د زیاتو بېلابېلو بنسټونو په غړیتوب جوړه شوه.


د کورنیو چارو، سوداګرۍ او صنعت، د ځمکې او ښار جوړونې وزارتونه، د ښاري پراختیا په چارو کې د جمهوري ریاست ارشد سلاکار دفتر، کا بل ښاروالۍ، د افغانستان بانک، د سوداګرۍ او صنایعو خونه، د افغان بیمې ملي شرکت او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د دې کمېتې غړي بنسټونه دي.


دا کېټه په داسې حال کې له اور لګېدنې د مخنیوي د تدابیرو په برخه کې کار کوي چې د استوګنې په سیمو کې د تېلو په ډېریو ټانکونو کې د خوندیتوب تدابیر په پام کې نه‌دي نیول شوي او دې موضوع خلک اندېښمن کړي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net