خلیلزاد د هند له بهرنیو چارو وزیر سره پر افغان سولې خبرې وکړې
دواړو پر خپلو ټویټرپاڼو کښلي چې د سې شنبې په ورځیې د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره کتلي دي.
خیلزاد لیکلي چې هند په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په اقتصادي او ټولنیزه وده کې ډېر مهم رول لوبولی دی.
ده همداراز ویلي، له هند او د نړیوالې ټولنې له نورو غړو سره په ګډه کار کوي چې له افغانانو سره په سوله، امنیت او اقتصادي غوړېدا کې مرسته وشي.
