Добавить новость
123ru.net
World News
Январь
2021

ارزګان کې مېرمنې: د جګړې تر ټولو لوی قرباني ښځې دي

0
په ارزګان ولایت کې یو شمېر هغه مېرمنې چې د روانې جګړې پر مهال‌يې د کورنۍ غړي وژل شوي دي، د ښکېلو خواوو څخه غواړي چې تر هر څه دمخه دې اوربند وکړي.   


ارزګان ولایت د افغانستان د جګړه‌ځپلو ولایتونو څخه دی چې ورځ تر بلې په‌کې د داسې مېرمنو شمېر زیاتېږي چې نارینه خپلوان‌یې په جګړه کې وژل کېږي او د دغو مېرمنو ژوند له کړاوونو سره مخامخ کېږي.


۳۷ کلنه ملالۍ چې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې اوسي. د روانې جګړې پر مهال‌یې مېړه او درې زامن وژل شوي دي.   


ملالۍ ازادي راډيو ته وویل، اوس‌مهال د ۱۷ کوچنیانو سرپرستي ور په غاړه ده او د ساتنې لپاره‌يې اړه شوې چې په ښار کې خیرات ټول کړي.




دې ازادي راډيو ته وویل چې د روانې جګړې زیان په ارزګان ولایت کې تر ټولو زیات ښځو ته رسېدلی ځکه د دې په خبره کله چې یوه ښځه ګوڼده شي، نه‌یوازي د نارینه خپلوانو له‌خوا له ګڼو ستونزو سره مخامخ کېږي، بلکې په ورته وخت کې له اقتصادي ستونزو سره هم مخامخ کېږي.   


په دغه ولایت کې ډېرې کونډې ښځې وايي چې دوی لوستې نه‌دي او نه‌یې هم حرفوي زده‌کړې کړي چې کارونه وموندلای شي او اوس اړې دي چې خیرات ټول کړي.


دوی غواړي په هېواد کې ژر تر ژره اوربند وشي چې نورې ښځې دوی ته له ورته برخلیک سره مخامخ نه‌شي.   


ملالۍ ازادي راډيو ته داسې وویل: "زموږ د دواړه خواوو څخه غوښتنه دا ده چې جګړه نور بس کړي، سوله وکړي او اوربند وکړي. زما څخه دغې جګړې هر څه واخیستل. مخکې مې ښه ژوند درلود. اوس د سهار او ماښام ډوډۍ په کور کې نه‌لرم او حیرانه پاته یم چې څه وکړم. کار راته نه پیدا کېږي."




ارزګان ولایت د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې ډېری ښځې له ټولنیزو محدودیتونو سره مخامخ دي او زده‌کړو او کار ته لاسرسی نه‌لري.  


د ارزګان ولایت د ښځو چارو د ریاست د معلوماتو له مخې شاوخوا ۹۸ سلنه مېرمنې يې نالوستې دي چې تر ډېره کونډې ښځې له اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان شوې او د ځان او خپلو کوچنیانو د ساتلو لپاره یوازنۍ لاره ورته خیرات ټولول دي.


۳۲ کلنه روبینه د ترینکوټ یوه بله اوسېدونکې ده چې په روانه جګړه کې يې د کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.   


دې ازادي راډيو ته وویل چې روانې جګړې نه‌یوازې دوی بې‌برخلیکه پرېښي، بلکې د کوچنیانو ژوند یې هم خراب شوی دی.   


روبیني دغه‌راز په قطر کې د افغان دولت له مذاکراتي ټيمه غواړي چې طالبانو ته دې د ارزګانیو ښځو درد بیان کړي او هغوی دې قانع کړي چې د ښځو حقونو ته ژمن شي.




دې ازاډي راډيو ته داسې وویل: "کوچني ماشومان بې‌ښوونځۍ او بې زده‌کړو پاتې دي او زموږ خو ابدي ژوند خراب شو. غوښتنه مو دا ده چې لومړی دې سوله وشي او د ښځو د حقونو لپاره دې مبارزه وشي چې د ښځو حقوق تر پښو لاندې نه‌شي ځکه شهیدان مو ورکړي او نور باید ورور وژنه بنده شي."   


په داسې حال کې چې په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره هڅې دوام لري، د دې هېواد خلک د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو پیل ته سترګې په لاره دي. په همدې لړ کې افغان مېرمنې له طالبانو سره د سولې د احتمالي توافق په صورت کې اندېښمنې هم دي او وېره لري چې د تېرو شااوخوا ۲۰ کلونو لاسته راوړنې یې د سولې د تړون قرباني نه‌شي.  


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم مخکې د همدې موضوع په اړه په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته ویلي چې د اسلامي اصولو په رڼا کې د ښځو حقونو ته درناوی لري چې په هغه کې د ښځو د تعلیم او کار حق خوندي دی او تفصیل به‌یې د دیني عالمانو د سپارښتنې پر اساس د سولې په مذاکراتو کې وړاندې شي.




له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغان مېرمنې د زده‌کړو او له کوره بهر د کار کولو له حق څخه محرومې وې او د هر ډول مجبورۍ په حالت کې د نارینه خپلوانو له حضور پرته له کوره د وتلو اجازه نه‌درلوده.   


د ۲۰۰۱ کال په پای کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغان ښځو لپاره نوی فصل پیل شو.  


که څه هم په ارزګان ولایت کې د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره ګڼ اقدامات وشول، خو لا هم د دغه ولایت اکثریت نجونې د زده‌کړو له حق څخه بې‌برخې دي او دغه‌راز لا هم په بدو کې ورکول کېږي او کوچني والي کې واده کېږي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net