Добавить новость
123ru.net
World News
Январь
2021

د ننګرهار د شینوارو قومي مخور: شپږو ولسوالیو کې هېڅ ښځينه ښوونکې نه‌شته

0
د ننګرهار د شینوارو قومي مخور وایي، د دوی په شپږو ولسوالیو کې هېڅ ښځينه ښوونکې نه‌شته.


شینواري وایي، د ښوونې په برخه کې وړ ښځينه ظرفیتونه لري چې باید استخدام شي چې د راتلونکي لپاره د بې‌سوادۍ مخه نیول شوې وي.


د ننګرهار د نازیان ولسوالۍ اوسېدونکی د شینوارو قومي مشر میر حمزه میاخېل وایي چې د دوی په سیمه کې له شپږم ټولګي پورته څوک ځکه تر ډېره خپلو لوڼو او خویندو ته ښوونځيو ته د تګ اجازې ته زړه نه ښه کوي چې په خبره‌یې، په ښوونځيو کې یې د ښځينه ښوونکو پر ځای نارینه ښوونکي تدریس کوي.


میاخېل وایي، له ستونزو سره‌یې په سیمه کې داسې نجونې شته چې د ۱۴م لېسانس تر کچې یې زده‌کړې کړي، خو د ښوونکو په توګه ورته د مقررۍ چانس نه‌ورکول کېږي.


د میاخېل په باور، دا ستونزه د دې لامل شوې چې په سیمه کې د ښځو په برخه کې د بې‌سوادۍ کچه او د دوی راتلونکي ته اندېښنې زیاتې شي.




ښاغلی میاخېل زیاتوي: "د ښځينه استادانو د نشتوالي ستونزه دا ده چې زموږ په سیمه کې زمږږ لوڼې له شپږم صنفه اخوا نه‌شي تللی او دلیل‌یې دا دی چې وروڼه او پلرونه ښځينه یا خپلې لوڼې نه‌پرېږدي چې نارینه ته کېني، غواړو چې موږ ته ښځينه معلمینې راکړل شي تر څو په دې برخه کې شته شتونزې حل شي."


د ننګرهار د ولایتي شورا غړی عبید شینواری وایي، څو ځلې یې له اړوندو ادارو غوښتي چې د ښځينه ښوونکو د کمښت ستونزې ته حل ومومي، خو په خبره‌یې تر اوسه‌یې کومه نتیجه نه‌ده ترلاسه کړې.


عبید شینواری وایي، که د ښځینه ښوونکو د مقررۍ ستونزه حل نه‌شي، نو ټولنه په ځانګړې توګه ښځينه قشر به‌یې په راتلونکي کې له کړاوونو سره لاس او ګرېوان شي.


دی زیاتوي، سره له دې چې دوی خپل یوه اندازه ظرفیتونه لري، خو وایي هغو سیمو کې چې د کمښت ستونزه وي، باید له نورو سیمو ورته ښځينه ښوونکې جذب شي.


 




ښاغلی شینواری وايي: "زموږ بار بار غوښتنه دا وي چې باید زموږ زنانه بې‌تعلیمه پاتې نه‌شي، باید تعلیم وکړي څو راتلونکي کې د قوم، ټولنې او وطن لپاره مثبتې تمامې شي."


د ننګرهار د شینوارو د شپږو ولسوالیو اوسېدونکي په داسې حال کې د ښځينه ښوونکو د ستونزې یادونه کوي چې په دې وروستیو کې د ننګرهار د ښوونې او روزنې د مسؤلینو په خبره، د دغه ولایت د یو شمېر لیرو پرتو سیمو د ۶۵۰ ښځينه ښوونکو قراردادونه ختم شوي او په کورونو ناستې دي.


ګوشته، دور بابا، نازیان، اچین، کوټ، هسکه مېنه، پچیراګام، خوګیاڼي، شېرزاد او حصارک هغه ولسوالۍ دي چې د ننګرهار د ښوونې او روزنې ریاست د معلوماتو له مخې، د ښځينه ښوونکو له ستونزو سره مخ دي.


د ننګرهار د ښوونې او روزنې مسؤلین هم مني چې ننګرهار په ځانګړي ډول د شینوارو شپږ ولسوالۍ د ښځينه ښوونکو د کمښت ستونزه لري، خو په خبره‌یې، د روان ۱۳۹۹ کال لپاره د ښوونکو د ګمارنې هېڅ تشکیل نه‌دی ورته منظور شوی.


د ښوونې او روزنې ریاست د مطبوعاتو مسؤل محمد اصف شینواری وایي، تیار روزل شوي ظرفیتونه لري، خو راتلونکي لمریز کال ته په تمه دي چې که تشکیلات ورکړل شي، نو د ښوونکو د کمښت ستونزه به ورسره هواره شي.




ښاغلي اصف شینواري زیاته کړه: "د نفوسو له مخې ننګرهار یو ګڼ مېشتی ولایت دی، دلته د زده کوونکو شمېر یو ملیون ته رسېدلی، خو ښوونکي مو شااوخوا ۱۶ زره دي، د اخصائیې له مخې چې اوس له موږ سره ده، ۷ نورو ښوونکو ته اړتیا ده، سږ کال زموږ د شااوخوا ۱۷ زرو ښوونکو قرارداد تمدید نه‌شو، لیرې پرتو نا امنو ولسوالیو کې مو ۶۵۰ ښځينه ښوونکې درلودې، د هغوی قرارداد تمدید نه‌شو، ورسره د زرو په تعداد ښوونکي مو تقاعد شول چې ځای یې تش دی، موږ د ښوونکو د کمښت له جدي ستونزو سره مخ شو."


د ننګرهار د ښوونې او روزنې ریاست د معلوماتو له مخې، ننګرهار ټولټال یو ملیون زده‌کوونکي لري چې ۴۰ سلنه‌یې ښځينه دي چې ډېره برخه‌یې په مرکز پورې اړه لري.


د ننګرهار د ښوونې او روزنې ریاست د معلوماتو له مخې، په ټول ننګرهار کې یو نیم زر ښځينه ښوونکې او له ۳۵۰ زرو زیاتې ښځينه شاګردانې دي.


دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د چارواکو په خبره، ولسمشر غني د ننګرهار لپاره د ۲،۵۰۰ نویو ښوونکو د مقررۍ ژمنه کړې چې په نوي لمریز کال کې به استخدام شي، خو د خلکو باور دا دی چې بسنه نه‌کوي او باید دا شمېر زیات شي





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net