چارواکي: ننګرهار کې د پاکستان د لښکر اسلام ډلې مشر منګل باغ وژل شوی
ضیاالحق امرخېل نن پنجشنبه (د سلواغې ۹مه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې منګل باغ او دوه ملګري یې له غرمې مخکې د اچین ولسوالۍ په باندر دره کې د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.
امرخېل وایي، منګل باغ د اچین ولسوالۍ په ناامنیو کې لاس درلود.
منګل باغ د خیبر ایجنسۍ اوسیدونکی و چې د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ له عملیاتو وروسته افغانستان ته تښتیدلی و.
پاکستاني چارواکو ویلي، د منګل باغ په مشرۍ د لښکر اسلام ډله په خیبر پښتونخوا کې د خونړیدو بریدونو مسوله ده.
