د اذربایجان ولسمشر: د ارمنستان راکټي بریدونه جنګي جنایت دی
ولسمشر علییف د ارمنستان مشرتابه ته خبرداری ورکړی چې د دې کار مسؤلیت به ورله غاړې شي.
علییف ویلي اذربایجان به د دې اقدام ځواب وایي او دا کار به په ځانګړي ډول د جګړو په ډګر کې کوي.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې نن سهار وختي د اذربایجان پر دوهم لوی ښار ګنجه په راکټي برید کې ۱۳ کسان ووژل شول او تر ۵۰ ډېر ټپیان شول.
بل توغندویي برید په مینګاچویر ښار کې شوی، خو د سر او مال زیان په اړه څه نهدي ویل شوي.
دا بریدونه څو ساعته وروسته له هغه وشول چې د اذربایجان په نګورنو قرهباغ لانجمنې سیمه کې د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو ترمنځ د تازه نښتو راپورونه ورکړل شول.
دواړه لوري یو بل د مسکو په منځګړیتوب د نافذ شوي اوربند په ماتولو او د جګړې په پیل تورنوي.
وېره دا ده چې د نګورنو قرهباغ لانجو کې چې لسیزې یې دوام کړی، د سیمي نور لوی قدرتونه لکه روسیه او ترکیه ورښکېل نهشي.
