Добавить новость
123ru.net
World News
Октябрь
2020
1 2
3
4
5
6 7 8 9
10
11 12 13
14
15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30 31

ملګري ملتونه: په نړۍ کې له هرو دریو معتادینو یوه یې ښځه ده

0
په نړۍ کې له هرو دریو معتادینو څخه یوه یې ښځه ده.


په نړۍ کې د ښځينه معتادينو په اړه د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې، په نړۍ کې له هرو دریو معتادینو څخه یوه یې ښځه ده او له هرو پنځو ښځو څخه یوازې یوه یې درملنې ته لاسرسی لري.


د دایکنډي ولایت اوسېدونکې خدیجې له دې امله نشو ته مخه کړه چې د پلار د مړینې غم هېر کړي، خو خبره نه وه چې نشه به يې غم هېر نه کړي، بلکې نور غمونه به يې هم پر اوږو وربار کړي او له کورنۍ سره يو ځای به يې د پلارني وطن پرېښودلو ته اړباسي.


خديجه وايي چې دوی په دايکنډي کې خپل کور او ځمکه خرڅه کړه او په هغو پيسو يې نشه يي مواد رانيول، وروسته دې ته اړ شول چې د علاج لپاره کابل ته راشي.  


هغې زیاته کړه: "زه لا وړه ومه چې پلار مې په فراه ولايت کې په ملي پوځ کې د وظیفې پر مهال ووژل شو. ما له غمه نشو ته مخه کړه او لږ لږ تاریاک مې خوړل، خو خبره نه ومه چې زه به معتاده شمه. په دایکنډي کې مو ځمکې خرڅې کړې، وروسته مې پام شو چې که نشو ته همداسې دوام ورکړم، نو يوه ورځ به مې عزت له خطر سره مخ شي او وږي به پاته شو، ځکه مې پرېکړه وکړه چې په روغتون کې ځان بستري کړمه او نشه پرېږدمه."


د معتادو ښځو په اړه د ملګرو ملتونو څېړنې ښيي چې، د ښځينه معتادينو شمېر ورځ په ورځ ډېرېږي. دا څېړنې ښيي چې په نړۍ کې له هرو دریو معتادینو څخه یوه یې ښځه ده او له هرو پنځو معتادو ښځو څخه یوازې یوه یې د اعتیاد پرېښدلو په برخه کې روغتیايي مرکزونو او روغتیايي امکاناتو ته لاسرسی لري.


د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو غوښتنې کمولو ریاست تخنیکي مرستیال ډاکټر عبدالشکور حیدري وايي چې، په افغانستان کې د نارینه وو په پرتله لږ معتادې ښځې د درملنې مرکزونو ته مراجعه کوي.


حیدري زیاتوي: " د اټکل له مخې په افغانستان کې له سلو معتادینو څخه څلوېښت یې ښځې او ماشومان دي چې له همدې څلوېښتو فيصدو څخه (۳۷) فیصده ښځې او درې فصده يې ماشومان دي. زموږ د معلوماتو له مخې له هرو دریو معتادینو څخه یوه یې ښځه ده. په نړۍ کې له هرو (۷) معتادینو څخه چې د درملنې مرکزونو ته ځي، دوې یې ښځې او پاته پنځه یې نارینه دي. په افغانستان کې له هرو (۷) مراجعینو څخه یوه یې ښځه ده. د دې لامل دا دی چې موږ په افغانستان کې د معتادو ښځو د درملنې لږ مرکزونه لرو. "


د افغانستان په هغو ناامنو سیمو کې چې د نشه يي بوټو کښت، توليد او استعمال ډېر دی، هلته د معتادو ښځو شمېر هم ډېر دی، ځکه د عامې روغتیا وزارت د عامه پوهاوي ګروپونه دې ناامنو سیمو ته نه شي ورتلای او په دې سیمو کې د معتادینو د درملنې مرکزونه هم نشته.


په دې اړه د معتادینو د درملنې د یوه نادولتي روغتون مسئوله ډاکټره خالده وايي چې، ځینې کورنۍ دا کار پېغور بولي چې خپلې معتادې ښځې د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته ورولي.


نوموړې زیاتوي: " ډېری خلک خپلو ښځو ته د درملنې اجازه نه ورکوي، دوی فکر کوي چې که ښځې د درملنې مرکزونو ته ولاړې شي، خلک به خبر شي چې دا ښځه نشه کوي. بله ستونزه دا ده چې ځینې خلک د نشه يي موادو د زیانونو په اړه کافي معلومات نه لري. بل دا چې خلک بېوزله دي، دوی نه شي کولای چې له لیري سیمو څخه د درملنې مرکزونو ته ولاړ شي. د معتادو ښځو د درملنې پر وړاندې بل خنډ دا دی چې د ځینو ښځو مېړونه معتادین دي، هغوی نه غواړي چې د ښځو درملنه یې وشي. "


د ښځو د اعتیاد یو لامل د مېړنو له خوا نشو ته د خپلو ښځو هڅول او یا دا چې د کورنۍ يو غړی په کور کې نشه کوي، د کورنۍ ښځې او ماشومان په ناخبرۍ کې ورسره معتاد کېږي.


-----------------------


راپور: مرسلین ارسلا




 





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net