نګورنو قرهباغ کې د آذربایجان او ارمنستان ځواکونو ترمنځ تازه نښتې شوي
تازه نښتې په هغو هڅو خاورې اړوي چې د دې لانجې د هواري لپاره روانې دي.
څه باندې ۵۳۰ تنه په تېرو څو اوونیو کې دواړو خواو ته وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.
تازه نښتې داسې وخت پيل شوي چې د ارمنستان او اذربایجان چارواکو تېره شنبه د روسیې په منځګړیتوب یوه اوربند ته غاړه کېښوده.
باکو او ییروان دواړه یو بل تورنوي چې اوربند یې مات کړی.
