په پېښور کې د جمعیت علمای اسلام (ف) په مشرۍ د اپوزیشن ګڼګوندیزې غونډې پر حکومت غږ کړی چې په اتلسم اییني ترمیم کې دې له لاسوهنې ډډه وکړي. د جون شپږمې پر ماښام د اپوزیشن ګوندونو غونډې په پای کې د جمیعت مشر مولانا فضل الرحمان خبریالانو ته وویل چې حکومت دې د قامي مالیاتي کمېشن (اېن اېف سي) جوړښت ته هم بیاکتنه وکړي. اتلسم اییني ترمیم په ۲۰۱۰ز کال کې منظور شوی وو چې ورسره سم، د پاکستان صوبو واک پراخه شو او قامي مالیاتي کمېشن د وفاق او صوبو ترمنځ د مالي ګټو د وېش طریقې او نظام ټاکي. د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت په سمدستي ډول د اپوزیشن د ګڼګوندیزې غونډې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې د اییني ترمیم د ختمولو هڅو تور رد کړی او د اېن اېف سي د جوړښت دفاع یې کړې. د اپوزیشن ګوندونو تر غونډې وروسته په اعلامیه کې یوه کمېټي جوړه شوه چې له حکومت سره به د خپلو اندېښنو په اړه رابطې او ملاقاتونه کوي. ویډیويي رپورټ.