کرونا وبا؛ افغانان: له خبرداري سره-سره لا هم مېلې کېږي او پارکونه پرانیستې دي
کابل ښاریان وايي، که څه هم د کرونا ویروس د لا خپراوي د مخنیوي له امله د ودونو سالونونو، پارکونو او نورو عامه ځایونو د تړل کېدلو په اړه د حکومت له اعلان څو ورځې اوړي، خو د دوی په خبره دغه پرېکړه تر اوسه هم به بشپړ ډول نه ده عملي شوې. د کابل په خېرخانې مېنه کې د بي بي سارا پارک لا هم پرانیستی دی. د عامې روغتیا وزارت د خبرداري سره-سره ځایي خلک دلته د چکر لپاره پارک ته راځي او ګڼه ګوڼه هم په کې زیاته ده. په دې پارک کې د خلکو شمېر له ماسپښین وروسته لا ډېرېږي او ډېری خلک پرته له ماسک او نورو روغتیايي سپارښتنو دلته په پارک کې سره راټولېږي. Читать дальше...
