د روسیې یوه جټ الوتکه د ازوف سمندرګي پر سر نسکوره شوې
د روسیې دفاع وزارت وايي چې یوه جټ الوتکه یې د ازوف سمندرګي پر سر د تمریني الوتنو پرمهال نسکوره شوې او دواړه پیلوټان یې لادرکه دي. د روسیې دفاع وزارت پرون په یو بیان کې وویل چې د دې L-39 ډوله الوتکې پیلوټانو مخکې له دې چې الوتکه، د جنوب لویدیځې کرسنادار سیمې سواحلو ته نژدې پر اوبو راپرېوځي خپل ځانونه د پاراشوټ په وسیله غوځار کړي دي. بیان زیاتوي چې د پیلوټانو د موندلو لپاره عملیات پیل شوي دي. روسي خبري آژانسونو د یوې سرچینې په حواله خبر ورکړی چې ښايي پیلوټان ژوندي وي مګر مرستندوی ټیمونه یې تراوسه په موندلو نه دي بریالي شوي. Читать дальше...
