ولسمشر غني د غزني په جګړو کې ۶ ټپیان د درملنې لپاره بهر استوي
ښاغلي غني دا څرګندونې په ارګ کې د دې ولسوالیو له یو شمېر استازو سره په پرونۍ کتنه کې وکړې.
ښاغلي غني زیاته کړه:
"۶ کسان چې باید بهر ته استول شوي وای، امر یې شوی او امکانات ورته برابر شوي. همدا په ټیلیفوني خبرو کې ستاسو غوښتنه وه. نورو ټپیانو ته هم پاملرنه شوې او مرسته ورسره کېږي."
ولسمشر غني زیاته کړه چې جاغوري او مالستان ته د اړتیا وړ لومړنیو موادو د استولو او بې ځایه شوېو کورنیو ته خپلو مېنو ته د راستنېدو پر مهال د نغدي مرستو امر یې هم ورکړی دی.
د راپورونو له مخې پر دې دوو ولسوالیو د طالبانو په حملو کې د افغان ځواکونو ترڅنګ یو شمېر ملکي وګړي هم زیانمن شول.
همدا راز د دې جګړو په نتیجه کې یو شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پریښودو ته اړې شوې.
