د کابل په قره باغ کې په يوه ټرافيکي پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي
د قره باغ ولسوال محمد عظيم دل اقا له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې دا پېښه د واده د یو شمېر موټرو د ټکر په نتيجه کې شوې چې تېره شپه له کابله د کاپيسا ولايت پر لور روان وو.
په پېښه کې شپاړس کسان نور ټپيان شوي دي چې د قره باغ ولسوالۍ روغتونو ته انتقال شوي دي.
