بریتانیا: په افغانستان کې انتخابات د افغانانو لپاره یو نوی فرصت دي
د آسیا- پاسیفیک په چارو کې د برتانیا د دولت وزیر مارک فیلډ پرون په یوه ویديويي پیغام کې په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات د افغانانو لپاره یو نوی فرصت وباله:
" پوهېږم چې دې پړاو ته رسیدل آسانه کار نه و. د انتخاباتو لپاره د تیارۍ بهیر ستونزمن و، او زه په تېره د تشدد د پېښو له کبله اندیښمن یم خو د افغانستان خلک کولای شي پر خپلو لاسته راوړنو وویاړي."
په پام کې ده چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات له غزني پرته د افغانستان په پاټې ټولو ۳۳ ولایتونو کې سبا د تلې یا میزان په ۲۸ مه نېټه ترسره شي.
