الکوزی: په تېرو ۱۶ کلونو کې ناامني د پانګه والو لویه ستونزه وه
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په تېرو ۱۶ کلونو کې امنیت د افغان پانګه والو لپاره لویه ستونزه بلل کېږي.
د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل چې د امنیتي ستونزو له کبله په هېواد کې د پانګونې کچه ټيټه شوې او دا مسئله ورځ تربلې د پراختیا په حال کې ده.
دی وايي، په افغانستان کې پانګه وال د مال او ځان د امنیت د خوندیتوب ډاډ نه لري او ناامنۍ يې په کاروبار منفي تاثیرات لرلي دي.
د ښاغلي الکوزي په خبره، که حکومت د امنیتي ستونزو مخه ونه نیسي، نو په افغانستان کې به د پانګې اچولو کچه ورځ تر بلې نوره هم ټيټه شي.