اسرایلي ځواکونو په غزې تراړه کې یو فلسطینی وژلی
اسرایلي ځواکونو پرون په غزې تراړه کې یو فلسطینی وژلی او شاوخوا دوه سوه نور يې ژوبل کړي دي.
فلسطینیانو ته دا مرګژوبله په غزه کې د جمعې ورځې د پراخو اعتراضونو پر مهال اوښتې ده.
په غزه کې روغتیايي سرچینو رویترز اژانس ته ویلي دي چې وژل شوی فلسطینی یو ۱۷ کلن هلک و .
عیني شاهدان وايي فلسطیني مظاهره چیانو پر اسرایلي ځواکونو د ډبرو ګزارونه وکړل خو د اسرایل پوځ بیا وايي چې د معترضانو له منځه پر دوي لاسي بمونه هم اچول شوي دي.
د تیرې مارچ میاشت راهیسې په غزه کې د جمعې د ورځو د اعتراضونو له پیل راهیسې تر اوسه پورې اسرایلي ځواکونو ۱۷۳ فلسطینیان وژلي او سلګونه يې ټپیان کړي دي.
د دواړو خواو ترمنځ د تاوتریخوالي په دې تازه څپه کې یو اسرایلي سرتیرۍ هم وژل شوی دی.