په جاپان کې د روانو توفانونو له کبله شپږ کسان وژل شوي دي
په جاپان کې د یو شدید توفان وروسته، ددې هیواد حکومت له خطر سره مخ سیمو کې تر یو میلون زیاتو کسانو ته امر کړی چې خپل کورونه دې خوشې کړي.
د راپورونو له مخې، د جاپان په لویدیځ کې تر دې مهال د روانو توفانونو له کبله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او تر سلو زیات نور ټپیان شوي دي.
د جاپان د هوا پیژندنې د ادارې چارواکي وايي، په تیرو پنځه ویشت کلونو کې داسې توفان چې دومره زیات باران او سیلابونه ورسره ملګري وي نه و راغلی.
راپورونه وايي چې د جاپان په ډیرو لویدیځو سیمو کې د بريښنا بهیر پرچاو شوی او زرګونه کورونه او موټر په اوبو کې ډوب شوي دي.
د جاپان د هوايي چلن اداره هم اړ شوې چې ددې هیواد لویدیځو سیمو ته الوتنې وځنډوي.
جاپان سږ کال په اوړي کې له حد زیاتې ګرمۍ او ورپسې شدیدو بارانونو سره مخ شو چې په نتیجه کې یې سلګونو کسانو ساه ورکړه.