یو امریکايي پوځي په افغانستان کې وژل شوی دی
ناټو وايي، یو امریکايي پوځي په افغانستان کې په یوې غیرې جنګي پېښه کې وژل شوی دی.
د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې پېښه پرون سه شنبه د افغانستان په ختیځ کې رامنځ ته شوې.
په خبرپاڼه کې د پېښې د څرنګوالي او دقیق ځای په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
تر دې یوه ورځ مخکې د دوشنبې په ورځ هم په افغانستان کې یو امریکايي سرتیری وژل شوی و.
په افغانستان کې د امریکا د پوځ ویاند مارټین او ډونیل د سه شنبې په ورځ تایید کړه چې د دوشنبې د ورځې برید د یو افغان پولیس له خوا شوی چې په کې یو بل امریکايي پوځي ټپي شوی هم دی.
بریدګر دا مهال د افغان امنیتي ځواکونو په توقیف کې دی.
د امریکا متحده ایالات دا مهال په افغانستان کې څوارلس زره سرتیري لري. د۲۰۱۸ م کال د پیل راهېسې تر اوسه اوه امریکايي سرتیري په افغانستان کې په بېلابیلو پېښو کې وژل شوي دي.