د مقدونیا پولیسو یولس افغانان نېولي دي
د مقدونیا پولیسو یولس افغانان چې په قاچاقي توګه دې هیواد ته ننوتي وو نېولي دي.
د سه شنبې په ورځ له دوی سره یو ځای یو ۴۱ کلن سړی چې مقدونیا ته په انساني قاچاق تورن دی، د یونان پولې ته نژدې نیول شوی دی.
د نیول شوي کس هویت نه دی په ډاګه شوی چې د کوم هیواد دی. خو چارواکو ویلي، له ۱۱ افغانانو سره یې درې تنه پاکستانیان هم نیولي چې غوښتل یې یونان ته داخل شي.
تر اوسه ددې نیول شوي کډوالو په اړه وروستۍ پریکړه نه ده شوې.
د مقدونیا پولیس وايي، مشکوک قاچاقبر به د درې ورځو لپاره د مقدونیا په یو زندان کې وساتل شي او وروسته به یې محکمه په اړه پریکړه وکړي.
مقدونیا چې د یونان او بالکان هیوادونو ته نژدې پروت هیواد دی، د ۲۰۱۶ م کال راهېسې لویدیځې اروپا ته د غیرې قانوني کډوالو د قاچاق په یوې مهمې لارې بدل شوی.