سرګي لاوروف: لویدیځ همکاران دی ادلب ته داخل نه شي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له لویدیځو هیوادو وغوښتل چې د سوریې د اٍدلب ولایت په چارو کې مداخله ونه کړي.
سرګي لاوروف پرون په ماسکو کې خبریالانو ته وویل، د سوریې حکومتۍ ځواکونه دې ته چمتو شوې دي چې پر ادلب پراخ عملیات وکړي او په دغه هیواد کې د یاغیانو دغه وروستی مرکز هم ونیسي.
بل لورته د روسي اژانسونو په وینا له دوه زره پنځلسم کال راهیسې چې د سوریې کورنۍ جګړه پیل شوې ده تر بل هر وخت روسیې په ختیځې مدیترانې کې ډیرې جنګي بیړۍ ځای پرځای کړې دي.
لاوروف وویل، دی هیلمن دی چې لویدیځ همکاران ادلب ته داخل نه شي او د ترورزم ضد عملیاتو مخه ونه نیسي.
واشنګتن، لندن او پاریس روانه اونۍ دمشق ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د ادلب په جګړه کې کیمیاوي وسلې استعمال نه کړي.
په ورته وخت کې ماسکو د سوریې یاغیان تورن کړې دي چې غواړي په ادلب کې کیمیاوي وسلې وکاروي ترڅو غربي الوتکې دې ته وهڅوي چې هلته بمباري وکړي.