په هرات کې د بار وړونکو موټرو په لسګونو چلوونکو مظاهره کړې
په هرات کې د بار وړونکو موټرو په لسګونو چلوونکو د هغه څه له کبله مظاهره وکړه چې دوى د خپلو جوازسيرونو د تمديد لپاره د حکومت فشار بللى دى.
د دې مظاهرې له کبله د هرات عمومي سړک پرون شنبې تړلى و.
اعتراض کوونکي وايي، کلونه کېږي جوازسيرونه يې تر وخت دېر دي او اوس د هغوى د تمديد لپاره پيسې نه لري.
د والي وياند جېلاني فرهاد وايي، د باروړونکو موټرو چلوونکو دا غوښتنې غيرقانوني دي.