روسيه: سوريه کې دې ايران پلوه ځواکونه د اسرائيل پولې سره پاتې وي
د رسنيو د راپورونو له مخې مسکو له واشنګټن او تلابيب سره د اسرائيل د امن د تضمين لپاره د يوې موافقې پر اساس په سيمه کې د دغو ځواکونو د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.
د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاوروف په مشرۍ د دغه هېواد يوه پلاوي دا پېشنهاد د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نتانياهو سره په پرونۍ کتنه کې مطرح کړ.
دا خبر د اسرائيل يوه ټلوېزيون او غربي رسنيو د اسرائيلي چارواکو په حواله خپور کړى دى.
د رسنيو په حواله د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو پهدې کتنه کې د پخوا په څېر غوښتنه وکړه چې ټول ايراني جنګيالي او د هغوى متحدان دې د اوږدې مودې لپاره له سوريې څخه ووځي.
رسنيو ويلي چې نتانياهو ټينګار کړى چې ايران بايد خپل ټول لیرې واټنه توغندي او د هوايي مدافع دستګاه له سوريې ايسته کړي.
