جنرال نیکلسن : د داعش په اړه ډېر اندېښمن یو او داعش هدف ګرځوو
جنرال نیکلسن د دوشنبې په ورځ په کابل کې دا خبره یوې خبري ناستې ته وکړه.
"موږ د داعش په اړه ډېر اندېښمن یو او داعش هدف ګرځوو. موږ همداراز پوهیږو چې طالبان د داعش پر ضد جنګیږي او دا کار هڅوو ځکه چې داعش باید له منځه یوړل شي. د افغانستان په راتلونکي کې به د داعش جنګیالیو ته هیڅ ځای نه وي."
داعش او وسله وال طالبان په وروستیو ورځو کې په سرپل کې له یو بل سره په سخته جګړه بوخت و چې د سرپل د امنیه قومندان عبدالقیوم باقي زوی په خبره د دواړو ډلو څه باندې سل کسان وژل شوي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په وروستیو کې نیویارک ټایمز ته ویلي و چې داعش ته به ماته ورکړي.
د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني د اسد په ۲۵ له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډله یا داعش له منځه وړي.
