نن په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان په هکله غونډه کیږی
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د دوشنبې په ورځ په دې غونډه کې د ګډون لپاره عربي متحده اماراتو ته تللی دی.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند قادرشاه د دوشنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل په دې غونډه کې به د پاسنیو څلورو هېوادونو تر منځ د عمل پلان بشپړ او د تطبیق په لارو چارو بحث وشي.
" عمومي محتوا یې دا ده چې د دغه عمل پلان په ترڅ کې د یادو هېوادونو تر منځ دوه اړخیز او څلور اړخیز اړیکې تامین شي. د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې ګډ کار وکړي او د افغانستان د سولې د بهیر د پیاوړي کولو لپاره کار وکړي."
د ښاغلي قادرشاه په خبره افغان حکومت هیله لري چې له دې غونډې څخه د سولې د بهیر د پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ښې نتیجې ترلاسه کړي.
