په کوریا کې د افغانستان د تکواندو لوبغاړو مډالونه وګټل
د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیرتره کي د دوشنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل افغان لوبغاړو د کوریا، جاپان،اندونیزیا،چین تايپه،قزاقستان او امریکا په څېر هېوادونه مات کړل او دغو مډالونو ته ورسېدل.
"د افغانستان تکواندو ملي لوبغاړو په دې سیالیو کې له خپلو ډېرو تکړه سیالانو سره لوبې وکړې چې خوشبختانه موږ دوه د سرو زرو او دوه د برنزو مډالونه وګټل. په دې لوبو کې د تکواندو ۲۶۶۰ لوبغاړو په بیلابیلو کټګوریو کې سیالي وکړې."
نثاراحمدعبدالرحیم زي او فرزاد منصوري د سرو زرو مډالونه په غاړه کړي، رامش حسیني او محسن رضايي د برنزو مډالونه ګټلي.
د جنوبي کوریا په جیجو ټاپو کې د ۶۱ هېوادونو په ګډون دا درې ورځنۍ لوبې د دوشنبې په ماښام پای ته ورسېدې.
د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم روزونکی ښاغلی تره کي وايي افغانستان په ټیمي لحاظ دریم مقام ته رسیدلی او همداراز له دې لوبو ګټلي امتیازونه له لوبغاړو سره مرسته کوي څو نړیوالو او المپیکي لوبو ته په اسانۍ لار پیدا کړي.
