اسراییل د ایران په هکله د روسیې وړاندیز رد کړ
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د دوشنبې په ورځ په بیت المقدس کې ولیدل.
هغه وویل اجازه نه ورکوو چې ایرانیان له پولې سل کیلومتره هاخوا ځانونه ځای پر ځای کړي.
د سرګي لاوروف او بنیامین نتنیاهو د خبرو دا جزییات یوه اسراییلي چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط رویټرز اژانس ته کړې دي.
اسراییل ټینګار کوي چې ایران له خپلو پولو تر ممکنه بریده لرې وي هغه څه چې روسیه یې په خلاف ده.
روسیې ګواښ کړی چې دا به غیر واقع بینانه وي څو ایران په بشپړه توګه سوریه پریږدي.
