له جرمني یو ایستل شوی افغان د کابل په یوه هوټل کې مړ وموندل شو
یو افغان چې له جرمني څخه په زور ایستل شوی و، د کابل په یوه هوټل کې مړ وموندل شو.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار حفیظ احمد میاخېل پرون چهارشنبه وویل چې دا ۲۳ کلن افغان د روانې جولای په ۴مه له ۶۸ نورو افغان پناه غوښتونکو سره له جرمني کابل ته راستون کړای شوی و.
ښاغلی میاخېل زیاتوي:
"هغه په یوه هوټل کې چې د کډوالو یوې نړیوالې مؤسسې کرایه کړی و، موقتاً د دې لپاره اوسېده چې خپل اصلي ولایت هرات ته واستول شي."
د مهاجرت د نړیوالې ادارې یا (IOM) د وینا پر اساس د دغه ځوان مړی د سې شنبې په ورځ وموندل شو او ظاهراً یې ځان په خپله وژلی دی.