جمیلوف: روسیې تقریباً یو ميلیون کسان په کریمیا ټاپو کې ځای پر ځای کړي
دغه ادعا د کریمیا د تاتارانو مشر او د سیمې لپاره د اوکراین د ولسمشر استازي کړې ده.
د تاتارانو مشر او د ولسمشر پترو پروشنکو استازي مصطفی جمیلوف د یکشنبې په ورځ د اکراینفورم خبري اژانس ته وویل چې مسکو د روسیې له نورو سیمو یو زیات شمېر خلک په کریمیا کې ځای پر ځای کړي او دا مسئلهیې د یوه پټ پوځي راز په توګه ځکه ساتلې چې د ده په وینا، دوی ښه پوهېږي چې دا یو جنایت دی.
هغه اټکل وکړ چې له اته نیم سوه زرو تر یو ميلیون پورې کسان به له نورو ځایونو دې سیمې ته راوستل شوي وي.
هغه زیاته کړه چې روسیه بیا هغه ستراتېژي تکراروي چې د پخوانۍ امپراطورې کاترینه په دوران کې د سیمې د اشغال پر مهال عملي شوې وه.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې روسیې په غیر قانوني توګه کریمیا له خپلې خاورې سره یوځای کړه، نفوسیې دوه ميلیونه او ۲۴۰ زره و.
