ناصرالملک د پاکستان د موقت صدراعظم په توګه غوره شوی
ټاکل شوې چې دغه انتخابات د جولای په ۲۵ ترسره شي.
د پاکستان واکمن مسلم لیګ نواز ګوند او اپوزسیون نن دوشنبه اعلان وکړ چې ملک به ترانتخاباتو پورې د نوي صدراعظم په توګه دنده ترسره کړي.
ټاکل شوې ۶۷ کلن ملک د جون په لومړۍ یوه ورځ وروسته له هغې چې اوسنی پارلمان لغوه کېږي او د صدراعظم شاهد خاقان عباسي دنده پای ته رسېږي، لوړه وکړي.
هغه د ۲۰۱۴ نه تر۲۰۱۵ کاله پورې د پاکستان د قاضي القضات په توګه دنده ترسره کړې او له هغې مخکې د خیبرپښتونخوا د ایالت ستر قاضي و.
دا د پاکستان په اویا کلن تاریخ کې درېیم ځل دی چې پارلمان خپله پنځه کلنه دوره بشپړوي.
له دې مخکې اکثره پارلمانونه د سیاسي شخړو له امله د پوځ له خوا ړنګ شوي دي.
