ارزګان چارواکي: ګېزاب ولسوالۍ کې ۲ پولیس او ۴ طالبان وژل شوي
د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان اغا لالي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې په دغه څو ساعته نښته کې دوه پولیس وژل شوي، څلور ټپیان همدا راز څلور طالبان مړه او یو شمېر نور يې ټپیان شوي چې د وژل شوېو طالبانو مړي اوس هم له دوی سره پاتې دي.
قوماندان اغا لالي د ولسوالۍ د وضعیت په اړه اندېښنه لري او وايي چې وسلو او مهماتو له سخت کمي سره مخ دي او که پهدې برخه کې مرسته ورسره و نهشي نو ډېری سیمې بهيې له لاسه وځي.
باید وویل شي چې وړمه شپه هم وسلهوالو طالبانو په یاده ولسوالۍ کې پر کمربندي پوستو طالبانو ورته بریدونه کړي وو چې پر مهال يې ۷ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
