چارواکي: د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې ۴۰ طالبان وژل شوي
په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان رحمتشاه قیمتي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، په دغې جګړه کې ۲ افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، دغې ولسوالۍ تهیې تېره شپه لسګونه اضافي مرستندویه کمانډو سرتېري لېږلي او اوسمهال هلته وضعيت عادي دی.
ښاغلی قیمتي دغهراز زیاتوي چې نن سهار د مرکز ترینکوټ اړوند شاه منصور او ګوګرک سیمو کې یې هم د "اتل ۲" په نوم عملیات پیل کړي چې تر دا مهالهيې ګڼې سیمې د وسلهوالو طالبانو له شتونه پاکې کړې دي.
اخوا د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین وايي، وسلهوالو طالبانو ولسوالۍ سخته محاصره کړې او د سقوط ګواښیې شته.
دی وايې، په تېرو دوه ورځو کې په روانو جګړو کې ۳ ملکيان او یو پولیس وژل شوي او ۸ افغان سرتېري ټپیان دي.
د وسلهوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ازادي راډيو ته په استوالي برښنالیک کې ویلي چې ولسوالۍ دوی کلابنده کړې او ګڼو افغان سرتېرو تهيې مرګ ژوبله اړولې ده.
