د چین حکومت جنوبي بحیرې ته ۲ جنګي کښتۍ استولي
د امریکایي چارواکو له قوله ویل شوي چې ویلي یې دي د مې په ۲۷مه یوه تهاجمي کښتۍ او یوه د ګزمۍ کښتۍ د لانجمنو پاراسل ټاپوګانو ته ۱۲ بحري میله نږدې شوې.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د دې هېواد پوځ سمدستي خپلې جنګي کښتۍ سیمې ته واستولې چې د امریکایي کښتیو پېژندګلوي وکړي او هغوی ته خبردارۍ ورکړي چې سمدستي له سیمې ووځي.
د امریکا پوځ دا د ازاد لوري تګ تمرینونه ښودلي چې کښتیو ته د دې حق ورکوي چې په هره هغه ساحه کې چې د نړیوال قانون تر پوښښ لاندې دي، فعالیت وکړي.
وروسته له هغې چې د روانې میاشتې په پیل کې یوه چینایي بم غورځوونکې الوتکه چې د اټمي وسلو د انتقال توان لري، د پاراسل ټاپوګانو په لویه اډه کې کېناسته، متحده ایالاتو په دغو ټاپوګانو کې د چین د پوځي خوځښتونو زیاتوالی په کلکه وغانده.
